په سرپل ولایت کې د څه باندې ۱۵۵۰ جریبه امارتي ځمکې تثبیت

barekzai_admin
شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۹ - ۱۳:۲۳
.

 د سرپل ولایت د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي تخنیکي هیئت ناسته د رجب المرجب د مياشتې په ۱۳ مه نېته د سه شنبې په ورځ، د هيئت د رئيس او غړو په ګډون جوړه شوه.

تخنيکي هيئت په دې ناسته کې، د سرپل ولایت د مرکز اړوند په کلتر او نيمدان کليو کې د یو زرو پنځه سوه پنځوس (۱۵۵۰) جریبه ځمکو دوسیې تر بحث او بررسۍ لاندې ونيولې او په ترڅ کې یې یادې ځمکې امارتي تثبيت او تشخيص شوې.

هيئت پرېکړه وکړه چې د یادو ځمکو دوسیې دې و وروستۍ پرېکړې په موخه مرکزي کمېسيون ته واستول شي.

همدارنګه په ياده ناسته د سرپل ولایت د بېلابېلو ساحو د غصب شويو ځمکو اړوند یو شمېر نورې دوسیې هم بررسي شوې او په اړه یې لازم تصامیم ونیول شول.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۹ - ۱۳:۳۳
Background image

په پکتيا ولایت کې له یو شمېر عریضه ليکونکو او د معاملاتو لارښوونې له دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د پکتيا ولایت د عدلیې رياست نظارتي پلاوي د ربیع‌الاول د مياشتې په ۲مه نېټه د سه شنبې په ورځ، د یاد ولایت په مرکز ګردیز ښار کې له ۸ عریضه ليکونکو او د معاملاتو لارښوونې له ۸ دفترونو څخه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۹ - ۱۰:۳۷
Background image

د کورونو د کرایې د کنټرول لپاره د مؤظفې کمېټې لخوا عملي اقدامات پیل شول

 د کورونو د کرایې د کنټرول ګډې کمېټې د کابل ښار په ټولو ناحیو کې د کورونو د کرایې د کنټرول په موخه د ساحوي نظارت ټیمونه جوړ کړل او یادو ټیمونو چې د عدلیې وزارت، د کور او ښار جوړلو وزارت. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۸ - ۱۴:۱۳
Background image

د یوې میاشتې په اوږدو کې د عدلیې وزارت لخوا د ۷۱۶۹ رسمي سندونو د ژباړې تصدیق

 د عدليې وزارت د قانون جوړونې عمومي ریاست د تقنیني سندونو د ژباړې او رسمي سندونو د تصدیق ریاست د روان کال د زمري (اسد) میاشتې په ترڅ کې د ۷۱۶۹ رسمي سندونو ژباړې یې تصدیق کړي دي.
له دغو. . .

BACK TO NEWS