په زرنج ښار کې له ۲۳۴ جریبه ځمکې څخه لیدنه او بررسي وشوه

hakeem_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱/۸ - ۱۱:۲۷
.

د نیمروز ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي تخنیکي هیئت د ۱۴۴۴ هجري قمري کال د روژې میاشت په ۵ نېټه د دوشنبې په ورځ  ددغه هیئت د رئیس او غړو په حضور سره د زرنج ښار شمال لویدیځ ساحو ته ولاړ او ۲۳۴ جریبه ځمکې یې له نږدې څخه ولیدله او بررسي کړه.

ددغې لیدنې په ترڅ کې یاد شوي هیئت د املاکي دفترونو او د کادستري نقشو پر مطابق د شخصي او دولتي ځمکو د زمیندارۍ ساحې له یو بل څخه تفکیک کړې.

پر دې سربېره، یاد شوی هیئت د شعبان میاشت په ۲۹ نېټه د سه شبنې په ورځ  د زرنج ښار د سویل لویدیځ ځمکو څخه هم د یادې ساحې د ځمکو د بررسۍ او تشخیص په منظور لیدنه او نظارت وکړ. دغه لیدنه د ځمکو د غصب د مخنیوي په برخه کې د امیرالمومنین حفظه الله د فرمان د تطبیق په موخه، ترسره شوه.

ددغې بررسۍ په پایله کې مشخصه شوه چې د زرنج ښار په کنګ دین محمد ساحه کې ۱۷۱ جریبه امارتي ځمکه چې وړاندې تفکیک او تثبیت شوې وه او خلکو ته په اجاره ورکړل شوې وه، د خلکو لخوا په کې کښت او کرکیله شوې ده.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۴:۲۶
Background image

په ننګرهار ولایت کې له یو شمېر دارالترجمو څخه نظارت ترسره شو

 د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست د رسمي اسنادو د ژباړې د تصدیق مدیریت مسؤولینو د ذوالقعدې د میاشتې په ۵نېټه د چهارشنبې په ورځ د دغه ولایت په مرکز، جلال اباد ښار کې له ۸ دارالترجمو څخه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۴:۱۸
Background image

د پکتيکا ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

 د پکتيکا ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته د ذوالقعدې د میاشتې په ۴مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ، د پکتيکا ولایت د عدلیې رئیس مولوي لاهور خان وفادار په مشرۍ او د یاد ریاست د آمرینو او. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۴:۱۰
Background image

په پروان ولایت کي د محصلینود لیلیو له ۱۳ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د پروان ولایت د عدلیې رياست په مشرۍ د کرایو د کنټرول ګډې کمېټې په یاد ولایت کې د ذوالقعدې د مياشتې په ۴مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ د یاد ولایت په  مرکز، چاریکار ښار کې د محصلینود لیلیو له. . .

BACK TO NEWS