په زرنج ښار کې له ۲۳۴ جریبه ځمکې څخه لیدنه او بررسي وشوه
د نیمروز ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي تخنیکي هیئت د ۱۴۴۴ هجري قمري کال د روژې میاشت په ۵ نېټه د دوشنبې په ورځ ددغه هیئت د رئیس او غړو په حضور سره د زرنج ښار شمال لویدیځ ساحو ته ولاړ او ۲۳۴ جریبه ځمکې یې له نږدې څخه ولیدله او بررسي کړه.
ددغې لیدنې په ترڅ کې یاد شوي هیئت د املاکي دفترونو او د کادستري نقشو پر مطابق د شخصي او دولتي ځمکو د زمیندارۍ ساحې له یو بل څخه تفکیک کړې.
پر دې سربېره، یاد شوی هیئت د شعبان میاشت په ۲۹ نېټه د سه شبنې په ورځ د زرنج ښار د سویل لویدیځ ځمکو څخه هم د یادې ساحې د ځمکو د بررسۍ او تشخیص په منظور لیدنه او نظارت وکړ. دغه لیدنه د ځمکو د غصب د مخنیوي په برخه کې د امیرالمومنین حفظه الله د فرمان د تطبیق په موخه، ترسره شوه.
ددغې بررسۍ په پایله کې مشخصه شوه چې د زرنج ښار په کنګ دین محمد ساحه کې ۱۷۱ جریبه امارتي ځمکه چې وړاندې تفکیک او تثبیت شوې وه او خلکو ته په اجاره ورکړل شوې وه، د خلکو لخوا په کې کښت او کرکیله شوې ده.