په دولسو ولایتونو کې څه باندې ۱۳۰۰ تنو ته حقوقي پوهاوی وړاندې شو

barekzai_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۴/۲۶ - ۱۵:۴۹
.

د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو رياست، په مرکز او ولایتي امریتونو یې په یوولسو نورو ولایتونو کې ۱۳۰۹ تنو ته د حقوقي پوهاوي ورکولو برنامې وړاندې کړي دي.

دا برنامې د محرم الحرام د مياشتې په ۷ او ۸ مه نېټه د شنبې او یکشنبې په ورځو کې د مرکز په ګډون غور، بلخ،کنړ، میدان وردګ، دایکندي، تخار، جوزجان، ننګرهار، غزني، پروان او لوګر ولايتونو کې وړاندې شوې او په ترڅ کې یې د عدلیې وزارت د پېژندنې، د اسلام او شریعت په رڼا کې د اولادونو روزنه، د هېوادوالو د حقوقو او مکلفیتونو او د ورته نورو مهمو موضوعاتو په اړه پوهاوی ورکړل شو.

د عدلیې وزارت د کابل په ګډون د هېواد په ټولو ولایتونو کې د حقوقي پوهاوي ورکولو  برنامې جوړوي او موخه یې دا ده چې خلک په خپلو حقوقو پوه شي او د خپل ورځني ژوند د حقوقي ستونزو په لرې کولو کې ورڅخه ګټه پورته کړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۷ - ۱۴:۲۸
Background image

په ۱۵ ولایتونو کې څه باندې ۱۳۰۰ تنو ته حقوقي پوهاوی وړاندې شو

د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو رياست، په مرکز او ولایتي آمریتونو یې په څوارلسو نورو ولایتونو کې ۱۳۵۹ تنو ته د حقوقي پوهاوي ورکولو برنامې وړاندې کړي دي.

دا برنامې د محرم الحرام د مياشتې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۴/۲۶ - ۱۵:۴۹
Background image

په دولسو ولایتونو کې څه باندې ۱۳۰۰ تنو ته حقوقي پوهاوی وړاندې شو

د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو رياست، په مرکز او ولایتي امریتونو یې په یوولسو نورو ولایتونو کې ۱۳۰۹ تنو ته د حقوقي پوهاوي ورکولو برنامې وړاندې کړي دي.

دا برنامې د محرم الحرام د مياشتې په. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۵:۳۸
Background image

د کابل ښار د زرګرانو اتحاديې رئیس د عدلیې وزارت تر نظارت لاندې د یوې غونډې په ترڅ کې تعيين شو

د کابل ښار د زرګرانو اتحادیې د رئیس تعیینولو په منظور د محرم الحرام د میاشتې په ۸ نېټه د یکشنبې په ورځ د عدلیې وزارت تر څارنې لاندې یوه غوڼده جوړه شوه. د یادې غونډې په ترڅ کې حاجي بشیر. . .

BACK TO NEWS