په درېو ولایتونو کې سلګونه جریبه ځمکه امارتي تشخیص شوه

hayat_admin
شنبه ۱۴۰۱/۹/۵ - ۱۳:۴۸

د پکتیا، خوست، دایکندي، سرپل او پکتیا ولایتونو د ځمکې د غصب د مخنیوي او د غصب شوو ځمکو د تشخیص او تثبیت تخنیکي هیئتونو چې اوس يې فعالیت پیل کړی، د تېرو دوو ورځو په ترڅ کې خپل غونډې او عملي کارونه پیل کړي.

1

د پکتیا ولایت د ځمکې د غصب د مخنیوي تخنیکي هیئت ددغه ولایت د مرکز ښرنې ښار د بند سردي له سیمو څخه لیدنه او نظارت وکړ چې ددغې بررسۍ په پایله کې ۵۴۴.۸ جریبه ځمکه په یاده سیمه کې امارتي تثبیت شوه او د سیمې خلکو ته چې یاده ځمکه یې پخپلسر تصرف کړي وه، لارښوونه وشوه چې د شرعي سندونو د لرلو په صورت کې یې له یاد هیئت سره شریک کړي.

..

 

د خوست ولایت د ځمکې د غصب د مخنیوي تخنیکي هیئت هم ددغه ولایت د ځمکو ادارې د کادستر امریت په کتابونو کې، پر ثبت شوو ځمکو د تشخیص او تثبیت عملي کار پیل کړ، دغه راز یاد هیئت ددغه ولایت د سیګي دښتې له سېمو څخه لیدنه وکړه او د یادې سیمې کروکي يې واخیسته. دغه هیئت پریکړه وکړه چې، لومړی دې هغه ځمکې تثبیت شي چې د یوې امارتي ادارې په کادستر کې ثبت وي.

2

دغه راز پریکړه وشوه چې، له مرکز څخه د هغو ځمکو په اړه لارښوونه ترلاسه شي چې پر هغو ودانۍ جوړې شوي وي او یا خلک ورڅخه کرنیزه ګټه پورته کوي.

د لغمان ولایت د ځمکې د غصب د مخنیوي تخنیکي هیئت د عمرزیو، احمدزیو او ډیوې کلیو کې له غصب شوو ځمکو څخه لیدنه وکړه او ۳۰ جریبه او ۱۵ بسوې ځمکه چې د ۹۶ غاصبینو لخوا غصب شوې او ودانۍ پرې جوړې شوي تشخیص کړه.

...

دغه راز یاد هیئت ۸۰ جریبه سپینه ځمکه چې خلکو خپل ترمنځ ویشلې خو ودانۍ پرې نه دي شوي یوازې یو جومات او یو کلینیک پرې ودان شوی، تشخیص کړه.

د دایکندي ولایت د تخنیکي هیئت ناسته کې د بغده مرده سیمې د ۱۱ جریبه ځمکې، د نیلي ښار شاوخوا ۱۵ قطعې بکر ځمکې او دغه راز د نیلي ښار د ماسټرپلان غصب شوو سیمو د بررسۍ په منظور، بېلابېل هیئوتونه توظیف کړل.

1

د سرپل او پکتیا ولایتونو د ځمکې د غصب د مخنیوي تخنیکي هیئتونو د یادو ولایتونو له والیانو سره هم وکتل او له یاد هیئت سره يې د ولایت د مقام د همکارۍ او همغږۍ غوښتنه وکړه چې، د یادو ولایتونو د والیانو لخوا هغوی ته د همکارۍ ژمنه وشوه.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۱:۴۷
Background image

په کابل ښار کې له یو شمېر دارالوکالو څخه نظارت ترسره شو

 د عدلیې وزارت د مدافع وکیلانو ریاست نظارتي پلاوي د ذوالحجې میاشتې په ۲۴ نېټه د چهارشنبې په ورځ د کابل ښار په څلورمه ناحیه کې د ۹ دارالوکالو فعالیتونه نظارت او بررسي کړل.

د دغه نظارت. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۱:۴۰
Background image

په ننګرهار ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۲ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د ننګرهار ولایت د عدليې ریاست په مشرۍ ګډ نظارتي پلاوي، د ذوالحجې د مياشتې په ۲۸مه نېټه د ‌یکشنبې په ورځ د دغه ولایت په خوږیاڼیو ولسوالۍ کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۲ دفترونو څخه نظارت. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۱:۲۳
Background image

په نیمروز ولایت کې د معاملاتو لارښوونې دوه دفترونه د سرغړونو له امله وتړل شول

 د نیمروز ولایت د عدليې ریاست نظارتي پلاوي د ذوالحجې د مياشتې په ۲۹مه نېټه د ‌دوشنبې په ورځ د دغه ولایت په مرکز، زرنج ښار کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۲ دفترونو څخه نظارت ترسره کړ.

مؤظف. . .

BACK TO NEWS