په جوزجان ولایت کې د ۹۷۵ جریبه ځمکې بررسي کېدل

barekzai_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۹ - ۱۲:۵۹
.

 د جوزجان ولایت د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي تخنیکي هیئت ناسته د محرم‌الحرام د میاشتې په ۱۰مه نېټه د یکشنبې په ورځ، د یاد هیئت د رئیس او غړو په ګډون جوړه شوه.
په دې ناسته کې، د فیض آباد ولسوالۍ اړوند په قره اول تپه او قزل کوتل سيمو کې د نهه سوه پنځه اويا (۹۷۵) جریبه ځمکې په اړه بحث او خبرې وشوې.
هيئت پرېکړه وکړه چې د يادې ځمکې په اړه دې املاکي څېړنې ترسره شي.
همدارنګه، په یاده ناسته کې د جوزجان ولایت د بېلابېلو ساحو د غصب شویو ځمکو اړوند یو شمېر نورې دوسیې هم بررسي شوې او په اړه یې لازم تصامیم ونیول شول.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۵ - ۱۳:۳۶
Background image

عدلیې وزارت د حقوقي مرستو ریاست او د پروان ولایت د مقام ترمنځ د همغږۍ ناسته جوړه شوه

 د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو رئيس، مولوي جان محمد «محمد طلحه» او ورسره مل پلاوي د ربیع‌الاول د مياشتې په ۸ مه نېټه د دوشنبې په ورځ پروان ولایت ته سفر کړی او د پروان له والي، مفتي محمد. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۳ - ۱۰:۱۲
Background image

د پکتیا ولایت د عدلیې ریاست زلزله‌ځپلو لپاره د مرستو راټولولو په موخه له خیریه بنسټونو او اتحادیو سره د همغږۍ ناسته وکړه

 د پکتیا ولایت عدلیې ریاست د ربیع‌الاول د میاشتې په ۹مه نېټه د سه‌شنبې په ورځ د هېواد په ختیځ کې د وروستۍ زلزلې له کبله د زیانمنو شویو کورنیو لپاره د مرستو راټولولو په موخه د یاد ولایت. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۲ - ۱۵:۲۰
Background image

۱۶ خیریه بنسټونو او اتحادیو د کنړ ولایت له زلزله‌ځپلو سره مرستې وکړې

 د هېواد په ختیځو ولایتونو کې د شدیدې زلزلې په دوهمه او درېیمه ورځو کې چې ډېر تلفات او زیانونه یې اړولي، ۱۰ خیریه بنسټونو او ۶ اتحادیو او یو شمېر خيِرو اشخاصو د کنړ او ننګرهار د عدلیې. . .

BACK TO NEWS