په جوزجان ولایت کې د څه باندې ۱۶۷۷ جریبه ځمکې بررسي کېدل

د جوزجان ولایت د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي تخنیکي هیئت ناسته د رجب المرجب د میاشتې په ۴ مه نېټه، د یکشنبې په ورځ، د دغه هیئت د رئیس او غړو په ګډون جوړه شوه.
د تخنیکي هیئت په دې ناسته کې، د یاد ولایت د فیضآباد ولسوالۍ اړوند په قراول تپه او قزل کوتل کلیو کې د نهه سوه پنځه اویا (۹۷۵) جریبه ځمکې او د جوزجان د مرکز اړوند په شورجر عربیه کلي کې د څه باندې اووه سوه دوه (۷۰۲) جریبه ځمکې دوسیې تر بحث او بررسۍ لاندې ونیول شوې.
تخنیکي هیئت پرېکړه وکړه چې د یادو ځمکو دوسیې دې د وروستۍ پرېکړې لپاره مرکزي کمېسیون ته واستول شي.
همدارنګه، په یاده ناسته کې د جوزجان ولایت په کچه د ځمکو د غصب اړوند یو شمېر نورې دوسیې هم تر بحث او بررسۍ لاندې ونیول شوې او په اړه یې لازم تصامیم ونیول شول.