په جوزجان ولایت کې د څه باندې ۱۶۷۷ جریبه ځمکې بررسي کېدل

barekzai_admin
Mon, Jan 06 2025 2:18 PM
.

 د جوزجان ولایت د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي تخنیکي هیئت ناسته د رجب المرجب د میاشتې په ۴ مه نېټه، د یکشنبې په ورځ، د دغه هیئت د رئیس او غړو په ګډون جوړه شوه.

د تخنیکي هیئت په دې ناسته کې، د یاد ولایت د فیض‌آباد ولسوالۍ اړوند په قراول تپه او قزل کوتل کلیو کې د نهه سوه پنځه اویا (۹۷۵) جریبه ځمکې او د جوزجان د مرکز اړوند په شورجر عربیه کلي کې د څه باندې اووه سوه دوه (۷۰۲) جریبه ځمکې دوسیې تر بحث او بررسۍ لاندې ونیول شوې.

تخنیکي هیئت پرېکړه وکړه چې د یادو ځمکو دوسیې دې د وروستۍ پرېکړې لپاره مرکزي کمېسیون ته واستول شي.

همدارنګه، په یاده ناسته کې د جوزجان ولایت په کچه د ځمکو د غصب اړوند یو شمېر نورې دوسیې هم تر بحث او بررسۍ لاندې ونیول شوې او په اړه یې لازم تصامیم ونیول شول.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS