په تېره یوه میاشت کې ۳۴ زرو تنو ته حقوقي پوهاوی وړاندې کېدل

barekzai_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۶/۱۸ - ۱۵:۳۱

د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو رياست په مرکز کې او ولایتي آمریتونو يې د روان کال د صفرالمظفر د میاشتې په اوږدو کې، د ۲۰۰ برنامو په جوړولو سره ۳۳ زره او ۹۴۴ تنو هېوادوالو ته حقوقي پوهاوی وړاندې کړی.

دا برنامې د مرکز په شمول د هېواد په ۳۰ ولایتونو کې جوړې شوي او په ترڅ کې یې ۵۱۷۶ تنو په خوست، ۴۷۳۵ تنو په کابل، ۴۲۷۲ تنو په غزني او پاتي نورو ولایتونو کې له دغو برنامو څخه برخمن شوي دي.

په دغو برنامو کې د عدلیې وزارت د پېژندنې، د اسلامي شریعت د حکمونو په رڼا کې د اولادونو د روزنې، د هېوادوالو حقوقو او مکلفیتونو او د ورته نورو مهمو موضوعاتو په اړه پوهاوی وړاندې شوی.

دغه راز په دغو برنامو کې د حقوقي مرستې د څانګې مسلکي غړو په مرکز او ولایتونو کې د ګډونوالو پوښتنو ته ځوابونه وړاندې کړي او د بېلابېلو موضوعاتو په اړه یې هغوی ته حقوقي مشورې وړاندې کړي.

د عدلیې وزارت، د مرکز په ګډون د هېواد په ټولو ولایتونو کې د حقوقي پوهاوي ورکولو برنامې جوړوي او موخه یې دا ده چې خلک د خپلو حقوقو، وجایبو او مکلفیتونو په اړه پوهاوی ترلاسه کړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۲:۳۷
Background image

د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون رهبرۍ د کابو ۳۴ زره جریبه ځمکو د دوسیو په اړه پرېکړه وکړه

 د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون رهبرۍ د عدلیې وزیر او د کمېسیون رئیس، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي په مشرۍ په یوې ناسته کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د کابو ۳۴ زره. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۹:۱
Background image

د عدلیې وزیر د دغه وزارت د مسؤولینو پر اخلاصمندانه کار ټینګار وکړ

 د اسلامي امارت د عدلیې وزیر، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي د دغه وزارت د یو شمېر رئیسانو او مسؤولینو د پېژندنې په مراسمو کې ټینګار وکړ چې په کاري چارو کې اخلاص او د نظام. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۳:۲۸
Background image

د عدلیې وزارت د یوه تش بست رقابتي ازموینه واخیستل شوه

 د اسلامي امارت د عدلیې وزارت د کارکوونکو چارو ریاست د ذوالحجې مياشتې په ۳۰مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ، د یاد وزارت د انسجام عمومي رياست د څلورمې رتبې د یوه تش بست رقابتي ازموینه د آزادې. . .

BACK TO NEWS