په تېره یوه میاشت کې څه باندې ۳۵ زرو تنو ته حقوقي پوهاوی وړاندې کېدل

barekzai_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۷/۱۵ - ۱۴:۴۳
.

د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو رياست په مرکز کې او ولایتي آمریتونو يې د روان کال د ربیع الاول د میاشتې په اوږدو کې، د کابو ۲۰۰ برنامو په جوړولو سره ۳۵ زره او ۵۲۶ تنو هېوادوالو ته حقوقي پوهاوی وړاندې کړی.
دا برنامې د مرکز په شمول د هېواد په ۲۷ ولایتونو کې جوړې شوي او په ترڅ کې یې ۱۱ زره او ۳۶۰ تنو په کابل، ۳ زره او ۹۱۸ تنو په بلخ، ۳ زره او ۲۶۳ تنو په ارزګان او پاتي نور په بېلابېلو ولایتونو کې له دغو برنامو څخه برخمن شوي دي.
په دغو برنامو کې د عدلیې وزارت د پېژندنې، د اسلامي شریعت د حکمونو په رڼا کې د اولادونو د روزنې، د هېوادوالو حقوقو او مکلفیتونو او د ورته نورو مهمو موضوعاتو په اړه پوهاوی وړاندې شوی. 
دغه راز په دغو برنامو کې د حقوقي مرستې د څانګې مسلکي غړو په مرکز او ولایتونو کې د ګډونوالو پوښتنو ته ځوابونه وړاندې کړي او د بېلابېلو موضوعاتو په اړه یې هغوی ته حقوقي مشورې وړاندې کړي.
د عدلیې وزارت، د مرکز په ګډون د هېواد په ټولو ولایتونو کې د حقوقي پوهاوي ورکولو برنامې جوړوي او موخه یې دا ده چې خلک د خپلو حقوقو، وجایبو او مکلفیتونو په اړه پوهاوی ترلاسه کړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۰ - ۱۲:۲۴
Background image

د کابل ښار په نهمه ناحیه کې د عمر ګلستان ښارګوټي په نوم کابو ۱۱ جریبه ځمکه د اختصاصي محکمې د شرعي حکم په اساس امارتي ثابته شوه

 د مرکزي زون د امارتي غصب شویو ځمکو قضیو ته د رسیدګۍ اختصاصي محکمې په کابل ښار کې د عمر ګلستان ښارګوټي په نوم د ۱۰.۹۹۴ جریبه ځمکې د سندونو او مدارکو په بررسۍ سره، پرېکړه وکړه چې یاده. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۱:۵۹
Background image

په هرات ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له ۲۴ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د هرات ولایت د عدلیې رياست نظارتي پلاوي د روژې د مياشتې په ۷مه نېټه د سه‌شنبې په ورځ، په هرات ښار کې د معاملاتو لارښوونې له ۲۴ دفترونو څخه نظارت ترسره کړ او د هغو فعاليتونه یې بررسي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۱:۵۲
Background image

په کندوز ولایت کې ۲ دارالوکالې د یو شمېر غير قانوني فعاليتونو له امله وتړل شول

 په کندوز ولایت کې د شمال ختيځ زون د مدافع وکيلانو آمريت نظارتي پلاوي د روژې د مياشتې په ۷مه نېټه د سه شنبې په ورځ، په کندوز ښار کې له ۵ دارالوکالو څخه نظارت ترسره کړ او د هغو فعالیتونه. . .

BACK TO NEWS