په تېره اوونۍ کې په کابل ښار کې له ۱۴ دارالوکالو څخه نظارت ترسره شوی

barekzai_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۷ - ۱۴:۰
.

 د عدلیې وزارت د مدافع وکیلانو ریاست نظارتي پلاوي، په تېره اوونۍ کې د کابل ښار په بېلابېلو ناحیو کې د ۱۴ دارالوکالو فعالیتونه نظارت او بررسي کړل.

د دغه نظارت په ترڅ کې د یادو دارالوکالو د وکيلانو د فعالیت جوازونه، مهرونه، لوحې، د ثبت کتابونه او یو شمېر نور موضوعات تر بررسۍ لاندې ونيول شوو چې په ترڅ کې یې دوه دارالوکالې د غیر قانوني فعاليت له امله وتړل شوې.

همدارنګه نظارتي پلاوي د پاتې نورو دارالوکالو نيمګړتياوې او ستونزې مشخصې کړې او د حل په برخه کې یې د هغو متصديانو ته لازمې توصيې وکړې.

د عدلیې وزارت په مرکز او د عدلیې ریاستونه په ولایتونو کې په دوامداره توګه له اړوندو برخو څخه نظارت ترسره کوي ترڅو د غیر قانوني فعاليتونو مخنيوی وشي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۱۵:۱۴
Background image

د عدلیې وزارت مسلکي معین د پکتیا ولایت د عدلیې ریاست څخه لیدنه وکړه

 د عدلیې وزارت د مسلکي معین، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالکریم حیدر په مشرۍ د یاد وزارت پلاوي د ولایتونو د عدلیې ریاستونو څخه د نظارت په دوام، د صفرالمظفر د میاشتې په ۲۹مه نېټه د پنجشنبې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۱۵:۴
Background image

د عدلیې وزارت مسلکي معین د پکتیکا ولایت د عدلیې ریاست څخه لیدنه وکړه

 د عدلیې وزارت د مسلکي معین، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالکریم حیدر په مشرۍ د یاد وزارت پلاوي د ولایتونو د عدلیې ریاستونو څخه د نظارت په دوام، د صفرالمظفر د میاشتې په ۲۸مه نېټه د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۱۰:۰
Background image

د عدلیې وزارت په انګړ کې د اسلامي امارت د فتحې او بریا د پنځمې کلیزې په مناسبت د سپینو بیرغونو پورته کول

 عدلیې وزارت د اسلامي امارت د فتحې او بریا د پنځمې کلیزې په مناسبت، د دغه وزارت په انګړ کې د اسلامي امارت سپین بیرغونه پورته کړل.

دا بیرغونه چې یو لوی او نور متوسط بیرغونه په کې شامل. . .

BACK TO NEWS