په بلخ ولایت کې د ۳۹ جریبه امارتي ځمکې تثبيت او تشخیص

barekzai_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۳ - ۱۴:۴۳
.

 د بلخ ولایت د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي تخنیکي هیئت ناسته، د رجب المرجب د میاشتې په ۷ مه نېټه د چهارشنبې په ورځ، د یاد هیئت د رئیس او غړو په ګډون ترسره شوه.

په دې ناسته کې د یاد ولایت شولګرې ولسوالۍ اړوند په باغ پهلوان کلي کې د نهه دېرش (۳۹) جریبه ځمکې دوسیه تر بحث او بررسۍ لاندې ونيول شوه او په ترڅ کې یې یاده ساحه امارتي تثبیت او تشخیص شوه.

هيئت پرېکړه وکړه چې د یادې ځمکې دوسیه دې د وروستۍ پرېکړې په موخه مرکزي کمېسيون ته واستول شي.

همدارنګه، په دې ناسته کې د بلخ ولایت په بېلابېلو ساحو کې د ځمکو د غصب اړوند یو شمېر نورې دوسیې هم تر بحث او بررسۍ لاندې ونيول شوې او په اړه يې لازم تصامیم ونیول شول.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۳ - ۱۴:۴۳
Background image

په بلخ ولایت کې د ۳۹ جریبه امارتي ځمکې تثبيت او تشخیص

 د بلخ ولایت د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي تخنیکي هیئت ناسته، د رجب المرجب د میاشتې په ۷ مه نېټه د چهارشنبې په ورځ، د یاد هیئت د رئیس او غړو په ګډون ترسره شوه.

په دې ناسته کې د یاد ولایت. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۳ - ۱۴:۲۸
Background image

د مدافع وکیلانو عالي کمېسیون په محکمو او امنیتي نهادونو کې د مدافع وکیلانو ستونزې بررسي کړې

 د مدافع وکیلانو د عالي کمېسیون درېیمه غونډه د رجب المرجب د میاشتې په ۱۱مه نېټه د یکشنبې په ورځ د عدلیې وزیر، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي په مشرۍ او د سترې محکمې د نظامي معین. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۳ - ۱۴:۴
Background image

د کابل ښار په دوهمه ناحیه کې له یو شمېر دارالوکالو څخه نظارت ترسره شو

 د اسلامي امارت د عدلیې وزارت د مدافع وکیلانو ریاست نظارتي پلاوي، د کابل ښار په دوهمه ناحیه کې د یو شمېر دارالوکالو فعالیتونه نظارت او بررسي کړل.

دغه نظارت او بررسي د رجب المرجب د. . .

BACK TO NEWS