په بلخ ولایت کې د ۳۹ جریبه امارتي ځمکې تثبيت او تشخیص
د بلخ ولایت د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي تخنیکي هیئت ناسته، د رجب المرجب د میاشتې په ۷ مه نېټه د چهارشنبې په ورځ، د یاد هیئت د رئیس او غړو په ګډون ترسره شوه.
په دې ناسته کې د یاد ولایت شولګرې ولسوالۍ اړوند په باغ پهلوان کلي کې د نهه دېرش (۳۹) جریبه ځمکې دوسیه تر بحث او بررسۍ لاندې ونيول شوه او په ترڅ کې یې یاده ساحه امارتي تثبیت او تشخیص شوه.
هيئت پرېکړه وکړه چې د یادې ځمکې دوسیه دې د وروستۍ پرېکړې په موخه مرکزي کمېسيون ته واستول شي.
همدارنګه، په دې ناسته کې د بلخ ولایت په بېلابېلو ساحو کې د ځمکو د غصب اړوند یو شمېر نورې دوسیې هم تر بحث او بررسۍ لاندې ونيول شوې او په اړه يې لازم تصامیم ونیول شول.