په بلخ ولایت کې د کابو ۱۵۰۰ جریبه ځمکې دوسیې تر بررسۍ لاندې ونيول شوې

barekzai_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۳ - ۱۰:۳۶
.

 د بلخ ولایت د ځمکو له غصب څخه د مخنيوي تخنيکي هيئت ناسته د ربیع‌الاول د مياشتې په ۲۸نېټه د یکشنبې په ورځ، د دغه هيئت د رئيس او غړو په ګډون جوړه شوه.
د تخنيکي هيئت په دې ناسته کې د بلخ ولایت د مرکز، مزار شریف ښار اړوند په اوومه ناحیه کې شپږ سوه اويا (۶۷۰) جریبه ځمکې او د نهر شاهي ولسوالۍ اړوند په لنګر خانه کلان کلي کې د اته سوه اته ويشت (۸۲۸) جریبه ځمکې دوسیې تر بحث او بررسۍ لاندې ونيول شوې.
هيئت پرېکړه وکړه چې د یادو ځمکو دوسیو په اړه دې املاکي څېړنې ترسره شي او په راتلونکې ناسته کې دې معلومات شريک شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۱:۱۰
Background image

په ننګرهار کې د معاملاتو لارښوونې دفترونو ۵۰ تنو متصدیانو لپاره زده کړه ییزه برنامه جوړه شوه

 د ننګرهار عدلیې ریاست د یاد ولایت د مرکز، جلال آباد ښار په اوومه ناحیه کې د معاملاتو لارښوونې دفترونو ۵۰ تنو متصدیانو لپاره یوه ورځنۍ زده کړه ییزه برنامه جوړه کړه.

په دې برنامه کې چې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۱:۲
Background image

په لغمان ولایت کې د یو شمېرموټر پلورنځیو له فعالیتونو څخه نظارت ترسره شو

 د لغمان ولایت د عدلیې ریاست تر مشرۍ لاندې د معاملاتو لارښوونې دفترونو څخه ګډ نظارتي پلاوي د ذوالحجې د مياشتې په ۲۲مه نېټه د دوشنبې په ورځ، په دغه ولایت کې له یو شمېر موټر پلورنځيو څخه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۰:۵۵
Background image

په جوزجان ولایت کې د معاملاتو لارښوونې څلور دفترونه وتړل شول

 د جوزجان ولایت د عدلیې رياست نظارتي پلاوي د ذوالحجې د مياشتې په ۲۲ مه نېټه د دوشنبې په ورځ، په دغه ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۲ دفترونو څخه نظارت ترسره کړ او د هغو فعاليتونه یې. . .

BACK TO NEWS