په بلخ ولایت کې د څه باندې ۳۵ زره جریبه ځمکې دوسیې بررسي کېدل
د بلخ ولایت د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي تخنیکي هیئت ناسته د ربیع الاول د میاشتې په ۱ نېټه د چهارشنبې په ورځ د یاد هیئت رئیس او غړو په حضور سره جوړه شوه.
په دې ناسته کې تخنیکي هیئت د همدرد او مایار مېنې پروژو دوسیې او د بلخ ولایت په نورو برخو کې ځینې نورې دوسیې بحث او بررسۍ لاندې ونیولې.
هیئت پرېکړه وکړه، یادې شوې دوسیې چې څه باندې ۳۵ زره جریبه ځمکې پکښې شاملې دي، بشپړې شي او په اړه یې لازم اجراآت ترسره شي.