په بدخشان ولایت کې د ۱۴۳۰ جریبه ځمکې بررسي کېدل

barekzai_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۸ - ۱۱:۱
.

 د بدخشان ولایت د ځمکو له غصب د مخنيوي تخنيکي هيئت ناسته د شعبان د مياشتې په ۵ مه نېټه د سه‌شنبې په ورځ، د یاد هيئت د رئيس او غړو په ګډون جوړه شوه.
د تخنيکي هيئت په دې ناسته کې د دغه ولایت د مرکز، فیض آباد ښار اړوند د اوومې ناحيې د خمچان دښتې په ساحه کې د يوزرو څلور سوه دېرش (۱۴۳۰) جریبه ځمکې په اړه بحث او خبرې وشوې.
تخنيکي هيئت پرېکړه وکړه، چې د یادې ځمکې په هکله املاکي څېړنې ترسره شي او دوسیه یې تر بشپړېدو وروسته، د وروستۍ پرېکړې په موخه مرکزي کميسيون ته واستول شي.
همدارنګه په دې ناسته کې د ځمکو د غصب اړوند یو شمېر نورې دوسيې هم تر بررسۍ لاندې ونيول شوې او په اړه یې لازم تصامیم ونیول شول.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۴:۲۶
Background image

په ننګرهار ولایت کې له یو شمېر دارالترجمو څخه نظارت ترسره شو

 د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست د رسمي اسنادو د ژباړې د تصدیق مدیریت مسؤولینو د ذوالقعدې د میاشتې په ۵نېټه د چهارشنبې په ورځ د دغه ولایت په مرکز، جلال اباد ښار کې له ۸ دارالترجمو څخه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۴:۱۸
Background image

د پکتيکا ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

 د پکتيکا ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته د ذوالقعدې د میاشتې په ۴مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ، د پکتيکا ولایت د عدلیې رئیس مولوي لاهور خان وفادار په مشرۍ او د یاد ریاست د آمرینو او. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۴:۱۰
Background image

په پروان ولایت کي د محصلینود لیلیو له ۱۳ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د پروان ولایت د عدلیې رياست په مشرۍ د کرایو د کنټرول ګډې کمېټې په یاد ولایت کې د ذوالقعدې د مياشتې په ۴مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ د یاد ولایت په  مرکز، چاریکار ښار کې د محصلینود لیلیو له. . .

BACK TO NEWS