په بدخشان ولایت کې د کوکچې سيند شاوخوا سيمې بررسي کېږي

barekzai_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۶/۲۷ - ۱۴:۲۲
.

د بدخشان ولایت د ځمکو له  غصب څخه د مخنيوي تخنيکي هئيت ناسته، د ربیع الاول د مياشتې په ۱۲ مه نېټه د یکشنبې په ورځ د یاد هيئت د رئيس او غړو په ګډون سره جوړه شوه.

په دې ناسته کې تخنيکي هيئت د بدخشان ولایت د کوکچې سيند شاوخوا د اشخاصو تر غصب لاندې د ساحو موضوع بحث او بررسۍ لاندې ونیوله او پرېکړه یې وکړه چې یادې ساحې د هیئت لخوا ولیدل شي او په دې هکله له خلکو سره په ساحه کې خبرې وشي.  

چې د یو شمېر اشخاصو له لورې تر غصب لاندې دي، بررسي او بحث پرې وشو او پرېکړه وشوه چې یادې سيمې د تخنيکي هيئت له لورې وليدل شي او په سيمه کې له خلکو سره په دې اړه خبرې وشي.

همدارنګه په دې ناسته کې د سپین زر فابرېکې د ۱۶۴۴ جریبه ځمکې په اړه هم بحث وشو او پرېکړه وشوه چې د یادې ساحې راپور دې بشپړ شي او په راتلونکې ناسته کې دې وړاندې شي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۲ - ۱۲:۱۵
Background image

په هرات ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۸ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د هرات ولایت د عدلیې رياست نظارتي پلاوي د روژې د مياشتې په ۱۱مه نېټه د ‌شنبې په ورځ، په هرات ښار کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۸ دفترونو څخه نظارت ترسره کړ او د هغو فعاليتونه یې بررسي کړل. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۲ - ۱۲:۷
Background image

په نيمروز ولایت کې د یو شمېر عريضه ليکونکو له فعالیت څخه نظارت ترسره شو

 د نيمروز ولایت د عدليې ریاست نظارتي پلاوي د روژې د مياشتې په ۱۳مه نېټه د دوشنبې په ورځ، د دغه ولایت په مرکز، زرنج ښار کې د ۲۳ تنو عريضه ليکونکو له فعالیتونو څخه نظارت ترسره کړ.

مؤظف. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۲ - ۱۱:۵۸
Background image

په ننګرهار کې یو شمېر مدافع وکيلانو لپاره زده‌کړيزه برنامه ترسره شوه

 د ننګرهار ولايت د عدليې رياست د روژې د مياشتې په ۹مه نېټه د پنجشنبې په ورځ د ياد ولايت د مدافع وکيلانو د ظرفيت لوړولو په موخه هغوی لپاره يوه ورځنۍ زده‌کړيزه برنامه جوړه کړه.

دا برنامه. . .

BACK TO NEWS