په افغانستان کې د جینوا غږ (Geneva call)  د دفتر له رئیسې سره د عدلیې وزیر لیدنه

waheed
یکشنبه ۱۴۰۰/۱۰/۱۲ - ۱۸:۲۵

د افغانستان اسلامی امارت د عدلیې وزیر محترم مولوي عبدالحکیم شرعي د یکشنبې ورځ د ۲۹/۵/۱۴۴۳ نېټه په افغانستان کې د جینوا غږ د دفتر له رئیسې میرمن فریانه فدائي او مل پلاوي سره د عدلیې په وزارت کښې ولیدل.

په لیدنه کښې د عدلیې محترم وزیر آغلې رئیسې او ورسره مل پلاوي راتګ ته ښه راغلاست وویل او د مرستندویه مؤسسو او عدلیې وزارت تر منځ یې د مرستو د تدوام او د ا‌ړیکو د پیاوړتیا ډاډ یې ورکړ.

په پیل کښې په افغانستان کې  د جینوا کال موسسې د دفتر رئیسې د دې بنسټ په هکله معلومات ورکړل او زیاته یې کړه چی جینوا کال یو نا پیلی(بیطرفه) خپلواک او مرستندویه بنسټ دی او نه یوازې په افغانستان کې بلکه په ۱۷ نورو هیوادونو کی خصوصاً په هغو هیوادونو کې چې له جنګ څخه متاثره شوي دي فعالیت لري.

هغې زیاته کړه چې دغه بنسټ له ۲۰۱۷ کال را پدیخوا په بیلابیلو ولایتونو کښې د جګړې پر مهال له مسلحو ګروپونو د بشري حقوقو د نورمونو د رعایت،  د ملکي وګړو څخه د  ساتنې او د روغتیایي چوپړتیاوو او خدمتونو د برابرولو په برخه کې مرسته کوي.

هغې همدارنګه زیاته کړه لکه څرنګه چی دې موسسې په تېر کښې هم د افغانستان اسلامې امارت سره مرسته کوله اوس هم غواړي چې خپلو مرستو ته دوام ورکړي او کولای شي د خپلو کاري ګروپونو په واسطه او د نورو هېوادونو د تجربو په شریکولو یادې مرستې د تېر په پرتله نورې هم پیاوړې کړي.

همداراز هغې هیله مندي څرګنده کړه چې د  بشري مرستو د برابرولو لپاره د سیاسي نفوذ څخه باید ډډه وشي ترڅو دغه بنسټ وکولای شي خپلې مرستی اړمنو کسانو ته برابرې کړای شي.

په ځواب کښې د عدلیې محترم وزیر د دې بنسټ استازو ته ډاډ ورکړ چې د نبي کریم صلی الله علیه وسلم د  ارشاداتو پر مبنی چې فرمائیلیي دي چې د جګړې پر وخت نه باید چې کوچنیان، تورسرې، سپین ږیري اومذهبي وګړو ته ضرر ورسېږي چې مونږ په ویاړ ویلی شو چې اسلامي امارت دې اصل ته ژمن وو او عملي کړی یې دی انسانان خو لا پرېږده حتی د حیواناتو خیال یې هم ساتلی او د ملکي تلفاتو څخه د مخنیوي په مقصد یې خپل ځانونه او خپلې موخې په خطر کې اچولې ولې د ملکي خلکو د ژوند د ژغورلو هڅې یې کړې دي.

هغه د نړیوالې ټولنې دا تشویش چې د ښځو په هکله یې لري، وویل چې د افغانستان اسلامي امارت د  پالیسۍ پر اساس ښځې کولای شي چې تعلیم ته لاسرسۍ ولري مګر په اوس وخت کښې چې د افغانستان په ملیاردونه ډالر چې د افغانستان حقه حقوق دي د کنګل کېدو له امله چې بد اثرات یې د عامو افغانانو خصوصاً د ښوونکو او نورو افغانانو په ژوند غوړولي دي، دغه پروسه د  موقت وقت لپاره درېدلې ده چې د دې پیسو په ازادیدو سره به دې ستونزې ته رسېدنه کېږي.

د یادونې وړ ده چې د عدلیې محترم وزیر همدا راز څرګنده کړه چې د ښځو آزادي او تعلیم به د اسلامي ارشاداتو او افغاني فرهنګ پر اساس تنظیمېږي.

همدا راز د عدلیې محترم وزیر د ماشومانو دحقوقو د تأمینولو په اړه زیاته کړه چې د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم د حدیث پر بنسټ هغه څوک چې پر ماشومانو باندې رحم او لویانو ته احترام نه کوي زما له امت څخه نه دي او د افغانستان اسلامي امارت به په دې هکله هم ځانګړې کړنې ترسره کړي.

د عدلیي وزیر د ټول شموله حکومت د رامنځ ته کولو په هکله هم وویل چې د افغانستان اسلامي امارت په دې برخه کې هم ځانګړي ګامونه اوچت کړي او ټولو اقشارو استازي په حکومت کې ګډون لري او نور سودمند ګامونه به هم اوچت کړو څو د  بیلابیلو اقشارو د ګډون شاهدان به وو. هغه له نړیوالو څخه غوښتنه وکړه چې د افغانستان د خلکو د حقونو د خوندیتابه په هکله کوټلي ګامونه واخلي او له دې بې تفاوتۍ څخه دې ډډه وکړي که نه خدای ناخواسته نړۍ ته به یې پایلې ډېرې بدې وي.

او په پای کې په افغانستان کې د جینوا کال مؤسسې د دفتر رئیسې د عدلیې وزیر د عالمانه ویناوو چې د بشر د حقوقو د رعایت په هکله یې د اسلامي ارشاداتو په رڼا کښې وکړې مننه وکړه او د ملکي تلفاتو د مخنیوي په منظور د تدابیرو نیولو په برخه کښې یې د مرستو ډاډ ورکړ او د عدلیې وزیر څخه یې وغوښتل چې خپل یو با صلاحیته پلاوی د هغه کنفرانس لپاره چې په همدې نږدې راتلونکي کې د سویس په ښار کښی داېرېږي، ور وپېژني.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۲:۳۷
Background image

د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون رهبرۍ د کابو ۳۴ زره جریبه ځمکو د دوسیو په اړه پرېکړه وکړه

 د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون رهبرۍ د عدلیې وزیر او د کمېسیون رئیس، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي په مشرۍ په یوې ناسته کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د کابو ۳۴ زره. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۹:۱
Background image

د عدلیې وزیر د دغه وزارت د مسؤولینو پر اخلاصمندانه کار ټینګار وکړ

 د اسلامي امارت د عدلیې وزیر، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي د دغه وزارت د یو شمېر رئیسانو او مسؤولینو د پېژندنې په مراسمو کې ټینګار وکړ چې په کاري چارو کې اخلاص او د نظام. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۳:۲۸
Background image

د عدلیې وزارت د یوه تش بست رقابتي ازموینه واخیستل شوه

 د اسلامي امارت د عدلیې وزارت د کارکوونکو چارو ریاست د ذوالحجې مياشتې په ۳۰مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ، د یاد وزارت د انسجام عمومي رياست د څلورمې رتبې د یوه تش بست رقابتي ازموینه د آزادې. . .

BACK TO NEWS