پنجشیرکې پر کابو ۶.۳ جریبه ځمکه باندې د اختصاصي محکمې پرېکړه تطبیق شوه

barekzai_admin
شنبه ۱۴۰۳/۷/۲۱ - ۱۵:۲۲
.

د پنجشیر ولایت د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي تخنیکي هیئت د ربیع الثاني د میاشتې په ۶ نېټه د یاد ولایت عنابې ولسوالۍ ته ولاړ او د مرکز زون د امارتي غصب شویو ځمکو قضیو ته د رسیدګۍ اختصاصي محکمې قضايي قرار یې پر شپږ اعشاریه دوسوه نهه‌نوي (۶.۲۹۹) جریبه ځمکه تطبیق کړ.

یاده ځمکه د عنابې ولسوالۍ په بارخم فراج کلي کې موقعیت لري او د یادې اختصاصي محکمې  د قضايي قرار پر اساس «خاصه مرعی» بلل شوې چې کلي ټول اوسیدونکي په‌کې حق لري.

هیئت د عنابې ولسوالۍ د بارخم فراج کلي له اوسیدونکو سره په کتنه کې د محکمې پرېکړه هغوی ته ابلاغ کړه او وروسته له هغی یې د یادې ځمکې مساحت مشخص کړ او ساحه یې د هغې لومړنۍ حالت ته راوګرځوله.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۲:۳۷
Background image

د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون رهبرۍ د کابو ۳۴ زره جریبه ځمکو د دوسیو په اړه پرېکړه وکړه

 د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون رهبرۍ د عدلیې وزیر او د کمېسیون رئیس، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي په مشرۍ په یوې ناسته کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د کابو ۳۴ زره. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۹:۱
Background image

د عدلیې وزیر د دغه وزارت د مسؤولینو پر اخلاصمندانه کار ټینګار وکړ

 د اسلامي امارت د عدلیې وزیر، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي د دغه وزارت د یو شمېر رئیسانو او مسؤولینو د پېژندنې په مراسمو کې ټینګار وکړ چې په کاري چارو کې اخلاص او د نظام. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۳:۲۸
Background image

د عدلیې وزارت د یوه تش بست رقابتي ازموینه واخیستل شوه

 د اسلامي امارت د عدلیې وزارت د کارکوونکو چارو ریاست د ذوالحجې مياشتې په ۳۰مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ، د یاد وزارت د انسجام عمومي رياست د څلورمې رتبې د یوه تش بست رقابتي ازموینه د آزادې. . .

BACK TO NEWS