هرات او پروان ولایتونو کې د ځینو غصب شوو سیمو بررسي

hayat_admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۱۱/۹ - ۹:۳۳
.

د هرات او پروان ولایتونو د ځمکې د غصب د مخنیوي تخنیکي هیئتونو دغو ولایتونو کې ځینو ساحو ته ولاړل او یادو شوو ولایتونو کې یې امارتي ځمکې تشخیص او تصفیه کړې.

د هرات ولایت تخنیکي هیئت د ګذره ولسوالۍ د میرمنه کاریز، د پل مالان شاوخوا او د باغستان ها ښارګوټي ساحو ته ولاړ او دغه سیمې یې بررسي کړې.

د میرمنه کاریز په ساحه کې، چې وړاندې د اسلامي امارت د مشرتابه مقام د هیئت لخوا امارتي تثبیت شوې وې، او یو شمېر خلکو د هغې ځینې برخې تصرف کړي او کښت لاندې نیولي. تخنیکي هيئت یاد اشخاص احضار کړل او هغوی ته يې خبرتیا ورکړه چې له لازیات تصرف او سرغړونو څخه ډډه وکړي.

دغه راز یاد هیئت، د یادو اشخاصو تراکتورونه هم له ساحې څخه وایستل او سیمه ییزو مقاماتو ته يې په دغې برخه کې لازمې لارښوونې وکړې.

د پل مالان شاوخوا ساحې او د هریرود ترڅنګ د باغستان ها ښاروګوټي په بررسۍ سره مشخصه شوه چې د سیند په حریم کې ځینې برخې غصب شوي او باغچې او د تفریح ځایونه پکې جوړ شوي دي.

یاد هیئت د لازیات غصب او د پلورلو او پیرلو د مخنیوي په منظور جدي تدابیرو نیولو په اړه ټینګار وکړ او له اوسنیو متصرفانو څخه یې سندونه وغوښتل.

.

په همدې حال کې، د پروان ولایت تخنیکي هیئت د بګرام ولسوالۍ خم کلان ساحې ته ولاړ او ۱۸۷۲ کادسترې قطعې تصفیه چې مخکې تثبیت شوې، پيل کړه.

هیئت ددغې قطعې له غاصبینو څخه سندونه وغوښتل چې هیڅ ډول سند نه درلود. دغه راز هیئت د بيې ټاکلو استعلامونه له اهل خبره سره شریک کړل ترڅو د ځمکې بیه مشخصه شي.

یاد شوي هیئت د تصفیې جدولونه ډک او د ځمکې مساحت يې مشخص کړ او دغه راز د ۹۲ غاصبینو د کورونو او کروندو له پاره د تصفيې سندونه جوړ او مساحت یې معلوم کړ.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۱:۴۷
Background image

په کابل ښار کې له یو شمېر دارالوکالو څخه نظارت ترسره شو

 د عدلیې وزارت د مدافع وکیلانو ریاست نظارتي پلاوي د ذوالحجې میاشتې په ۲۴ نېټه د چهارشنبې په ورځ د کابل ښار په څلورمه ناحیه کې د ۹ دارالوکالو فعالیتونه نظارت او بررسي کړل.

د دغه نظارت. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۱:۴۰
Background image

په ننګرهار ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۲ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د ننګرهار ولایت د عدليې ریاست په مشرۍ ګډ نظارتي پلاوي، د ذوالحجې د مياشتې په ۲۸مه نېټه د ‌یکشنبې په ورځ د دغه ولایت په خوږیاڼیو ولسوالۍ کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۲ دفترونو څخه نظارت. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۱:۲۳
Background image

په نیمروز ولایت کې د معاملاتو لارښوونې دوه دفترونه د سرغړونو له امله وتړل شول

 د نیمروز ولایت د عدليې ریاست نظارتي پلاوي د ذوالحجې د مياشتې په ۲۹مه نېټه د ‌دوشنبې په ورځ د دغه ولایت په مرکز، زرنج ښار کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۲ دفترونو څخه نظارت ترسره کړ.

مؤظف. . .

BACK TO NEWS