ننګرهار ولایت کې د ګیلاني ښارګوټي په تړاو د ځیني اشخاصو څرګندونو ته د ځمکې د غصب د مخنیوي او د غصب شوو ځمکو د استرداد کمېسیون غبرګون

hakeem_admin
پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۹ - ۱۳:۲۰
.

تېره ورځ د ځمکو د غصب د مخنیوي او د غصب شوو ځمکو د استرداد کمېسیون د ننګرهار ولایت تخنیکي هیئت د سره رود ولسوالۍ اړوند د سلطان سفلی کلي جنوب ته د سید اسحاق ګیلاني تش په نوم ښارګوټي ځمکه چې ۵۶۴۰ جریبه مساحت یې درلود او هېڅ قسم قانوني اسناد یې نه درلودل امارتي تثبیت کړه او په یاده سیمه کې یې ځینې غیر قانوني ودانۍ ونړولې، او اوسیدونکو ته یې د تخلیې خبردارې ورکړ.

وروسته ځینو اشخاصو بې بنسټه ادعاء درلوده چې دا د هغوی د نیکونو میراثي ځمکه وه، په داسې حال کې چې  مرکزي کمېسیون په ټولو ولایتونو کې تخنیکي هیئتونو ته د مقررې او لایحې مطابق حکم کړئ، چې هر څوک که هر ډول د ملکیت سندونه ولري هغه باید وڅېړل شي، که د اعتبار وړ وي و دې منل شي او که د اعتبار وړ نه وي باید غیر شرعي متصرفینو ته قناعت ورکړل شي او ځمکه ترې استرداد شي، که هېوادوال له ولایتي تخنیکي هیئتونو  سره ستونزه ولري نو د مرکزي کمېسیون او د عدلیې وزارت دروازې د هېوادوالو پر مخ خلاصې دي او کمیسیون د هېوادوالو هر ډول شکایتونو ته یاده برخه کې رسیدګي کوي. که چېرته د امارتي ځمکو په باب له خلکو سره جنجال وو، نو د کمېسیون ځانګړې محکمه د هېوادوالو په چوپړ کې ده.

د یادونې وړ ده چې د ګیلاني په نوم د ښارګوټي غاصبانو تر دې دمه د غصب شوې ځمکې په باب تخنیکي هیئت ته هېڅ ډول شرعي قباله او د ملکیت سند نه دی وړاندې کړئ، دا چې دوئ ادعاء لري چې موږ ته له اباوو او اجدادو څخه میراثي ځمکه راپاتې ده او دوئ پیران دي، د هغو دغه ادعاء بې بنسټه ده،  پخوا به پیري، روحانیت او له دنیا څخه بې رغبتي وه، او پیري د دې لپاره نه وه چې پیران دې د بیت المال او یا هم د خلکو شخصي ځمکې غصب کړي، خو بیا هم  مرکزي کمېسیون ددعوا کوونکو شکایتونو او سندونو ته رسیدګي کوي که څه هم دغه سندونه یې په کور کې جوړ کړي وي، ځکه چې کمېسیون ټول اسناد او د ملکیت سندونه ارزیابي کوي او د صحت او سقم په ثابتېدو سره هماغه شان  پرې حکم کوي.