میدان وردک ولایت کې ۴۸۸ جریبه ځمکه بررسي لاندې ونیول شوه

hayat_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۵/۱۱ - ۱۳:۵۰
.

د میدان وردک ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت ناسته د ۱۴۴۵ هجري قمري کال د محرم الحرام د میاشتې په ۱۳ نېټه د یکشنبې په ورځ د دغه هیئت د رئيس او غړو په حضور سره جوړه شوه او په دغه ولایت کې د ځینو تصرف شویو ساحو سندونه د بررسۍ او تطبیق او د هغو د متصرفینو تشخیص له پاره، د بررسۍ ټیمونه او د هغې نیټه په کې مشخصه شوه.

بله ورځ له تخنیکي هیئت څخه یو ټیم د یاد ولایت د مرکز اړوند د کوټه عشرو په ساحه کې د ۴۸۸ جریبه ځمکې د متصرفینو له خوا د وړاندې شویو سندونو بررسۍ او تطبیق په منظور یادې ساحې ته روان شو.

یاد هیئت د متصرفینو په حضور کې وړاندې شوي سندونه تطبیق کړل او د ټولو تصرف شوو ساحو کروکي یې واخیسته.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۲:۳۷
Background image

د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون رهبرۍ د کابو ۳۴ زره جریبه ځمکو د دوسیو په اړه پرېکړه وکړه

 د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون رهبرۍ د عدلیې وزیر او د کمېسیون رئیس، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي په مشرۍ په یوې ناسته کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د کابو ۳۴ زره. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۹:۱
Background image

د عدلیې وزیر د دغه وزارت د مسؤولینو پر اخلاصمندانه کار ټینګار وکړ

 د اسلامي امارت د عدلیې وزیر، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي د دغه وزارت د یو شمېر رئیسانو او مسؤولینو د پېژندنې په مراسمو کې ټینګار وکړ چې په کاري چارو کې اخلاص او د نظام. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۳:۲۸
Background image

د عدلیې وزارت د یوه تش بست رقابتي ازموینه واخیستل شوه

 د اسلامي امارت د عدلیې وزارت د کارکوونکو چارو ریاست د ذوالحجې مياشتې په ۳۰مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ، د یاد وزارت د انسجام عمومي رياست د څلورمې رتبې د یوه تش بست رقابتي ازموینه د آزادې. . .

BACK TO NEWS