مطبوعاتي خبرتیا

waheed
جمعه ۱۳۹۹/۲/۱۲ - ۱۴:۱۱
188

د عدليې وزارت د حقوقي مشورې ورکونې تلفونې مرکز(۱۸۸) د هېوادوالو اړیکو ته ځواب ورکوي.

د عدليې وزارت د حقوقي مشورې ورکونې تلفوني مرکز (۱۸۸) د قرنتین په ورځو کې د سهار له ۹:۰۰ بجو د غرمې وروسته تر ۱:۰۰ بجې پورې فعالیت کوي.

دغه مرکز له هېواد څخه د هېوادوالو اړیکو ته ځواب وايې او د هغوې لپاره وړیا حقوقي مشورې وړاندې کوي.

د عدليې وزارت د هېوادوالو لپاره د حقوقي مشورې ورکولو په وړاندې کولو ژمن دی. د عدليې وزارت باور لري چې په حقوقي مسائلو کې د هېوادوالو پوهاوي ورکوالو لوړولو په هېواد کې د عدالت د تامینولو او د قانون د واکمنۍ سبب کېږي.

د یادونې وړ ده چې له ۱۸۸ شمېرې سره اړیکه لګښت غواړي خو دغه وزارت هڅه کوي چې ډیر ژر دغه شمېرې سره اړیکه وړیا کړي.

اړیکه ونیسئ او حقوقي مشوره ترلاسه کړئ ستاسو اړیکه محرمه ده.  

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۴ - ۱۵:۵۵
Background image

د عدلیې وزارت د وسایطو د ترمیم‌ځای د جوړولو کار د بشپړېدو په حال کې دی

 د اسلامي امارت د عدلیې وزارت د دغه وزارت په انګړ کې د نقلیه وسایطو یو باب ورکشاپ او ترمیم‌ځای جوړ کړی چې د جوړېدو کاري چارې یې د بشپړېدو په حال کې دي.
دا ورکشاپ د عدلیې وزارت د نقلیه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۱۲:۷
Background image

د اسلامي امارت د عدلیې وزیر د هېواد د سیاسي چارو له یو شمېر شنونکو سره وکتل

 د افغانستان اسلامي امارت د عدلیې وزیر، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي د صفر المظفر د میاشتې په ۷مه نېټه د چهارشنبې په ورځ، په خپل کاري دفتر کې د هېواد د سیاسي چارو له یو شمېر. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۱۱:۵۰
Background image

په تېره یوه مياشت کې د ۳۶۰ عريضه‌ ليکونکو له فعالیتونو څخه نظارت شوی دی

 د عدلیې وزارت د انسجام عمومي رياست د معاملاتو لارښوونې او د عريضه ليکوونکو د چارو رياست نظارتي پلاوي، د روان هجري قمري کال د محرم الحرام میاشتې په اوږدو کې د کابل ښار په بېلابېلو ساحو. . .

BACK TO NEWS