مدافع وکیلانو ته د څلورګونو کتابونو د ویش په اړه د عدليې وزارت خبرتیا

hayat_admin
.

ټولو هغو مدافع وکیلانو ته چې ددغه وزارت له لارې یې خپل جواز لیکوونه تجدید کړي خبر ورکول کیږي چې د ۱۴۰۱ کال د لیندۍ میاشت له ۲۰ نېټې څخه  ټول څلورګونه کتابونه (د مقاولاتو او عوایدو د ثبت کتاب، د موکلینو د سندونو د ثبت کتاب، د اداري سندونو د ثبت کتاب او د دفاع وکالت د مقاوله لیک کتاب) په لاندنیو شرایطو سره ویشل کېږي.

1: کتابونه یواځې جواز لرونکي مدافع وکیل ته سپار کیږي.

2:  ټول مدافع وکیلان مکلف دي چې د کتابونو ترلاسه کولو وخت کې د خپل جواز هارډ کاپي له ځان سره ولري.

3: هغه اشخاص چې غواړي د نورو مدافع وکیلانو کتابونه ترلاسه کړي، مکلف دي چې د مدافع وکیل له لوري مهر شوې د معرفي کرښه د جواز لیک په هارډ کاپي کې وړاندې کړي.

4: کتابونه په رسمي وختونو کې ددغه ریاست د اداري مدیریت له لوري ویشل کیږي.

Latest announcements

شنبه ۱۴۰۳/۱۲/۱۱ - ۸:۵۱
Background image

د دفاع وکالت د ورودي ازموينې د څلورمې دورې د پایلو اعلام

 د افغانستان اسلامي امارت د عدليې وزارت ددفاع وکالت د ورودي ازموینې څلورمه دوره د ۱۴۰۳ هجري شمسي کال د کب د میاشتې په ۵ نېټه د ۴۱۹ تنو په شرایطو برابرو د دفاع وکالت د جواز غوښتونکو په . . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۵ - ۱۲:۱۴
Background image

د تقنیني ستاژ د اتمې دورې د برنامې د نوم لیکنې د پیل په اړه د عدلیې وزارت خبرتیا

د جامعاتو او دیني مدرسو هغو فارغانو ته چې د هغوی سندونه د لېسانس په سویه د اړوندو مراجعو له خوا تایید شوي وي دي او همدا راز د امارتي او خصوصي پوهنتونونو د شرعیاتو او حقوقو پوهنځیو . . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۱ - ۱۰:۱۵
Background image

بې‌وزلو اشخاصو لپاره د وړیا حقوقي مرستو او مشورو وړاندې کولو په اړه د عدلیې وزارت خبرتیا

د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو ریاست په عدليي او قضائي ارګانونو کې د ټولنې بې‌وزله وګړو لپاره په جزائي قضیو او همدارنګه د ښځو او ماشومانو په کورنیو قضیو کې وړیا مدافع وکیل تعیینوي، ترڅو له . . .

Back to announcements