له قانون څخه کابو ۸۰۰ سرغړونکي ماشومان د ماشومانو د اصلاح او روزنې په مرکزونو کې ساتل کېږي.

waheed
چهارشنبه ۱۳۹۸/۱۱/۹ - ۱۲:۵۲

همدا اوس له قانون څخه ۷۹۶ سرغړونکي ماشومان په ټول هېواد کې د عدليې وزارت د ماشومانو د اصلاح او روزنې په مرکزونو کې ساتل کېږي ۷۷۴ هلکان او ۲۲ نجونې پکې شاملې دي.

د دغو مرکزونو د لېندې د میاشتې د رپوټ پربنسټ، له دغو ماشومانو څخه ۲۴۷ تنه د کابل د اصلاح په مرکز کې ساتل کېږي چې د هېواد په کچه زیات شمېر دی اوپه تعقیب يې د هرات د اصلاح په مرکز کې ۱۰۹ ماشومان او د ننګرهار د اصلاح په مرکز کې ۵۵ ماشومان ساتل کېږي او تر اصلاح او روزنې لاندې دي.

ډیرې همده سرغړونې چې دغه ماشومان مرتکب شوي دي غلا، او په کورنې او بهرنې امنیت پرخلاف جرمونه دي چې ۲۳۹ ماشومان د غلا د قضیو په اړوند او ۲۴۶ نور ماشومان د کورنې او بهرنې امنیت پر خلاف د جرمونو د قضیو په اړوند دغو مرکزونو ته لېږل شوي ساتل کېږي او تر روزنې لاندې دي.

  هغه نورې سرغړونې چې دغه ماشومان مرتکب شوي دي په ترتیب سره وژنه، لواطت، د نشه يې توکو قاچاق، شوکماري، جګړه، جنحوی سرغړونې، زنا، وسلواله غله، ترافیکي پیښې، تښتونې، د وسلو قاچاق او جعل او ترویز پکې شامل دی.

له هغو ۷۹۶ ماشومانوڅخه چې په ټول هېواد کې د اصلاح په مرکزونو کې ساتل کېږي، ۶۱ تنه يې د مظنونیت په پړاو کې ۱۲۳ تنه د تور په پړاو کې او ۶۱۲ تنه له محکومیت په پړاو کې دي او د ۴۵ تنو نورو لپاره قطعي حکم صادر شوی دی.

له قانون څخه سرغړونکي ماشومان له ۱۲ څخه تر ۱۸ کال پورې عمر لري، د سرغړونې د څېړنې د بشپړولو او محکمې لپاره د څاړنوالی د قرار له ترلاسه کولو وروسته د عدليې وزارت د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکزونو ته لېږدول کېږي او په هغو کې ساتل کېږي.

هغه ماشومان چې د محکمې له لوري، په حجز محکومېږي هم د خپل حجز د مودې د تېرولو لپاره په دغو مرکزونو کې ساتل کېږي. 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۱:۵۹
Background image

په هرات ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له ۲۴ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د هرات ولایت د عدلیې رياست نظارتي پلاوي د روژې د مياشتې په ۷مه نېټه د سه‌شنبې په ورځ، په هرات ښار کې د معاملاتو لارښوونې له ۲۴ دفترونو څخه نظارت ترسره کړ او د هغو فعاليتونه یې بررسي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۱:۵۲
Background image

په کندوز ولایت کې ۲ دارالوکالې د یو شمېر غير قانوني فعاليتونو له امله وتړل شول

 په کندوز ولایت کې د شمال ختيځ زون د مدافع وکيلانو آمريت نظارتي پلاوي د روژې د مياشتې په ۷مه نېټه د سه شنبې په ورځ، په کندوز ښار کې له ۵ دارالوکالو څخه نظارت ترسره کړ او د هغو فعالیتونه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۱:۴۴
Background image

په ننګرهار ولایت کې له ۱۰ دارالوکالو څخه نظارت ترسره شو

 د ننګرهار ولایت د عدلیې رياست د مدافع وکيلانو آمريت نظارتي پلاوي، د روژې د مياشتې په ۶مه نېټه د دوشنبې په ورځ د دغه ولایت د مرکز، جلال آباد ښار اړوند په څلورمه ناحیه کې له ۱۰ دارالوکال. . .

BACK TO NEWS