فراه ولایت کي ۱۴۲۰ جریبه امارتي ځمکه تثبیت شوه

hayat_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱/۱ - ۱۴:۴
.

د فراه ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي تخنیکي هیئت ددغه ولایت د مرکز اړوند د بصیر کاریز ساحې ته ولاړ او د غصب شویو ځمکو د تثبیت او استرداد په برخه کې اقدام وکړ.

ددغه سفر په لړ کې تخنیکي هیئت ۱۴۲۰ جریبه امارتي ځمکه تشخیص او تثبیت کړه چې یوه برخه یې د افرادو او اشخاصو او شرعي ذوالید په تصرف کې او یو برخه یې د غاصبانو په تصرف کې ده.

یاده شوې ځمکه له کلنو راهیسې د افرادو او اشخاصو او د غاصبانو په تصرف کې ده او په کې سرپناه، کورونه، بڼونه، کر کیلې او ځینې نور تاسیسات جوړ شوي دي. یاده شوې ځمکه د تخنیکي هیئت لخوا تثبیت او تشخیص شوه او راتلونکي اجراآت به د کمېسیون له لارښوونې سره سم ترسره شي.

تخنیکي هیئت د کمېسیون او تخنیکي هیئت اړوند مقرره او لایحه او د تخنیکي هیئت مسوولیتونه خلکو، افرادو او اشخاصو ته تشریح کړل او هغوی ژمنه وکړه چې نور غاصبانو ته اجازه نه ورکوي ترڅو امارتي ځمکې غصب کړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۵:۸
Background image

د عدلیې وزارت د درېیو تشو بستونو رقابتي ازموینه واخیستل شوه

د اسلامي امارت د عدلیې وزارت د کارکوونکو چارو ریاست د ربیع‌الآخر د مياشتې په ۷مه نېټه د یکشنبې په ورځ، د کندهار ولایت د عدلیې رياست اړوند د څلورمې او پنځمې رتبې د درېیو تشو بستونو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۵۶
Background image

د عدلیې وزارت د رهبرۍ شورا د ناستې جوړیدل

 د اسلامي امارت د عدلیې وزارت د رهبرۍ شورا ناسته د ربیع‌الآخر د میاشتې په ۶مه نېټه د شنبې په ورځ د عدلیې وزیر، محترم شیخ‌الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي په مشرۍ او د دغه وزارت د مسلکي او د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۲ - ۱۴:۵۷
Background image

په عدلیې وزارت کې د څښاک د صحي اوبو د برابرولو په موخه د اوبو د تصفیې معیاري دستګاه نصب او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

په عدلیې وزارت کې د څښاک د صحي اوبو د برابرولو په موخه د اوبو د تصفیې معیاري دستګاه نصب او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه
د اسلامي امارت د عدلیې وزیر، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي د. . .

BACK TO NEWS