فاریاب ولایت ته د ځمکو د غصب د مخنیوي کمېسیون د مشرتابه پلاوي سفر

hayat_admin
شنبه ۱۴۰۲/۷/۱ - ۱۳:۲۳
.

د ځمکو د غصب د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د استرداد کمېسیون مشرتابه پلاوي د عدلیې وزارت د سرپرست او د یاد کمېسیون د رئیس شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي په مشرۍ د ربیع الاول د میاشتې په ۶ نېټې د پنجشنبې په ورځ د ځمکو د غصب اړوندو دوسیو د بررسۍ په منظور فاریاب ولایت ته سفر وکړ او د دغه ولایت له مقاماتو او سیمه ییزو مسؤلینو سره یې وکتل او خبرې ورسره وکړې.

په دغه سفر کې دکور او ښار جوړولو د وزارت سرپرست مولوي حمدالله نعماني، د کرنې او اوبو لګولو د وزارت سرپرست مولوي عطاء الله عمري، د چارو د ادارې لوی رئیس شیخ الحدیث مولوي نورالحق انور، د سترې محکمې استازي شیخ عبدالصمد حقاني او د امارت د قضایاو لوی رئیس او د دغه کمېسیون سکرتر مولوي احسان الله وثیق او د یاد کمېسیون نورو غړو د عدليې له وزیر سره ملتیا وکړه.

د یاد کمېسیون مشرتابه لومړی د فاریاب ولایت له مقاماتو او سیمه ییزو مسؤلینو او له یو شمېر اوسیدونکو سره ناسته جوړه کړه او د عدليې وزارت سرپرست په کې د موضوع په تړاو خبرې وکړې. نوموړي یاد ولایت ته د دغه هیئت د سفر موخه بیان کړه او د دغه ولایت خلکو ته یې توصیه وکړه چې د امارتي ځمکو پر سر له بې ځایه لانجو څخه ډډه وکړي.

د عدلیې وزارت سرپرست وویل چې مال د ځان د ساتنې لپاره دی او مال د دې لپاره نه دی چې انسان د هغو لپاره خپل سر قرباني کړي. نوموړي د یاد ولایت ولس ته ډاډ ورکړ چې اسلامي امارت د هغوی ستونزي ویني او اوري او د هغو لپاره د حل لار لټوي.

په دغې ناسته کې د کمېسیون نورو غړو هم د بیت المال د ساتنې او د امارتي ځمکو د غصب د مخنیوي په تړاو خبرې وکړې او د خلکو ترمنځ د یووالي او اتفاق او په ولایتونو کې د ځمکو د غصب د مخنیوي له تخنیکي هیئتونو سره د ادارو په همکاري ټینګار وکړ.

هغوی یاد ولایت ته د دغه هیئت د سفر موخه د امارتي ځمکو د غصب اړوندو دوسیو دقیقه بررسي یاده کړه او د دغه ولایت له اوسیدونکو څخه یې وغوښتل چې د اسلامي امارت تصمیمونو ته درناوی وکړي او له نظام سره همکار واوسي.

په دغې ناسته کې د فاریاب ولایت  مقاماتو او سیمه ییزو مسؤلینو هم د یاد ولایت له تخنیکي هیئت او د ځمکو د غصب د مخنیوي  له کمېسیون سره د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړ.

د ځمکو د غصب د مخنیوي کمېسیون مشرتابه پلاوي په دغه ولایت کې د ځمکو د غصب اړوند یو شمېر دوسیې بررسي کړې او په دغې برخه کې د یاد ولایت تخنیکي هیئت ته لازمې لارښوونې وکړې.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۲:۳۷
Background image

د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون رهبرۍ د کابو ۳۴ زره جریبه ځمکو د دوسیو په اړه پرېکړه وکړه

 د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون رهبرۍ د عدلیې وزیر او د کمېسیون رئیس، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي په مشرۍ په یوې ناسته کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د کابو ۳۴ زره. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۹:۱
Background image

د عدلیې وزیر د دغه وزارت د مسؤولینو پر اخلاصمندانه کار ټینګار وکړ

 د اسلامي امارت د عدلیې وزیر، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي د دغه وزارت د یو شمېر رئیسانو او مسؤولینو د پېژندنې په مراسمو کې ټینګار وکړ چې په کاري چارو کې اخلاص او د نظام. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۳:۲۸
Background image

د عدلیې وزارت د یوه تش بست رقابتي ازموینه واخیستل شوه

 د اسلامي امارت د عدلیې وزارت د کارکوونکو چارو ریاست د ذوالحجې مياشتې په ۳۰مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ، د یاد وزارت د انسجام عمومي رياست د څلورمې رتبې د یوه تش بست رقابتي ازموینه د آزادې. . .

BACK TO NEWS