عدلیې وزارت د افغانستان د کسبګرو خونې د مسؤلیتونو بررسۍ په منظور ناسته جوړه کړه

hayat_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۵/۳ - ۱۳:۳۷
.

د کسبګرو خونې د مسؤلیتونو او د یادې خونې او د کار او ټولنیزو چارو وزارت ترمنځ د دندو تداخل په اړه د بحث په منظور د ۱۴۴۵ هجري قمري کال د محرم الحرام میاشتې په ۷ نېټه د دوشنبې په ورځ د عدلیې وزارت د انسجام لوی رئیس مولوي رحمت الله حقاني په مشرۍ د یاد وزارت په مقر کې ناسته جوړه شوه.

په یاده ناسته کې د عدلیې وزارت د تقنین لوی ریاست د تقنین پروژې د طرحې متخصص، د کار او ټولنیزو چارو وزارت د کار تفتیش رئیس او د تقنین او د کار حقوقو رئیس، د صنعت او سوداګرۍ وزارت د ترانزيت رئیس او د خونو د چارو متخصص، د کابل ښاروالۍ د ریاست حقوقي مشاور او د عوایدو رئیس او د کسبګرو او هټیوالو لوی رئیس ګډون کړی وو.

په یاده ناسته کې، د کسبګرو خونې مسؤلیتونو او یادو شوو ادارو ترمنځ د دندو تداخل په هر اړخیز ډول غور او ارزونې لاندې ونیول شو او پریکړه وشوه چې د عدلیې وزارت له مرکزي ریاستونو څخه یوه صلاحیت درلودونکې کمېټه د افغانستان د کسبګرو او هټیوالو خونې د موجودیت په تړاو اغیزمنتوب، زیانونه، فعالیتونه او ستونزې د څو غونډو په ترڅ کې په هر اړخیز ډول بررسي او د اړوندو ادارو د نظرونو له اخیستلو څخه وروسته یو جامع طرحه جوړه او د وروستۍ کیدلو په موخه د ریاست الوزراء اقتصادي کمېسیون ته واستوي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۱:۵۹
Background image

په هرات ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له ۲۴ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د هرات ولایت د عدلیې رياست نظارتي پلاوي د روژې د مياشتې په ۷مه نېټه د سه‌شنبې په ورځ، په هرات ښار کې د معاملاتو لارښوونې له ۲۴ دفترونو څخه نظارت ترسره کړ او د هغو فعاليتونه یې بررسي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۱:۵۲
Background image

په کندوز ولایت کې ۲ دارالوکالې د یو شمېر غير قانوني فعاليتونو له امله وتړل شول

 په کندوز ولایت کې د شمال ختيځ زون د مدافع وکيلانو آمريت نظارتي پلاوي د روژې د مياشتې په ۷مه نېټه د سه شنبې په ورځ، په کندوز ښار کې له ۵ دارالوکالو څخه نظارت ترسره کړ او د هغو فعالیتونه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۱:۴۴
Background image

په ننګرهار ولایت کې له ۱۰ دارالوکالو څخه نظارت ترسره شو

 د ننګرهار ولایت د عدلیې رياست د مدافع وکيلانو آمريت نظارتي پلاوي، د روژې د مياشتې په ۶مه نېټه د دوشنبې په ورځ د دغه ولایت د مرکز، جلال آباد ښار اړوند په څلورمه ناحیه کې له ۱۰ دارالوکال. . .

BACK TO NEWS