سرپل ولایت کې ۴ زره او ۸۷۲ جریبه ځمکه امارتي تثبیت شوه

hayat_admin
شنبه ۱۴۰۱/۹/۱۹ - ۱۰:۲۶
.

د سرپل ولایت د ځمکې د غصب د مخنیوي کمېسیون د تخنیکي هیئت ناسته ددغه هیئت د رییس او غړو په حضور سره جوړه شوه.

په دغې ناسته کې، یاد هیئت د سرپل ولایت د مرکز په ملکي خانقا کې د ۴ زره او ۸۷۲ جریبه  دڅړځای ځمکه امارتي تثبیت او تشخیص کړه. دغه ځمکه د کیلي ځينې اوسیدونکو لخوا غصب شوې ده.

په دغې ناسته کې پریکړه وشوه چې راتلونکې ورځ به هیئت، یادې سیمه د ځايي اوسیدونکو او رسنیو په حضور کې په رسمي ډول استرداد او په څړځای یې بدله کړي.

په همدې حال کې، د نیمروز ولایت د تخنیکي هیئت ناستې سره جوړې شوې او عملې کارونه او له سیمو څخه هم لیدنه ترسره شوه.

یاد هیئت ددغه ولایت په نادعلي کیلي کې ۹۰ جریبه ځمکه چې ۱۰.۱ جریبه یې د اشخاصو لخوا تصرف شوې، بررسي او لست کړه.  دغه راز یاد هیئت، په نادعلي کیلي کې ۹۱.۶ جریبه نوره ځمکه چې د هغې ۲ جریبه د اشخاصو تر تصرف لاندې ده بررسي او لست کړې ده.

دغه هیئت، ددغه ولایت په مالداران کیلي کې هم د ۲۷۶ جریبه ځمکې له غصب څخه مخنیوی کړی او د خاشرود ولسوالۍ کې د ۵۲۰۰ جریبه د څړځای سیمې چې مخکې د ۵ تنو لخوا غصب شوې وه، لست کړه.

.

پر دې سربېره،  د دایکندي ولایت د تخنیکي هیئت ناسته هم جوړه شوه او د بندر په ولسوالۍ کې د ښوونې ریاست د حقوقي دعوا د دوسیې په اړه بحث وشو.

دغه راز د ښوونې ریاست د ۸۰ جریبه ځمکې په اړه چې د هواي ډګر د ادارې لخوا غصب شوې، بحث وشو او پریکړه وشوه چې دغه ځمکه د دواړو ادارو او د کرنې ریاست په همغږۍ، ولیږدول شي.

د کیتي ولسوالۍ د ده تمران د زاړه مکتب ۲ جریبه ځمکې او ددغه ولایت د نیلي مرکز په زنبورخان کیلي کې د معلمینو ښارګوټي ۴۰ جریبه ځمکې په اړه هم بحث وشو او په دغې برخې کې لازم تصمیمونه ونیول شول.

.

د خوست ولایت د تخنیکي هیئت ناسته هم جوړه شوه او هیئت له هغو خلکو چې له سندونو سره یوځای غوښتل شوي وو، وکتل.

په دغې ناسته کې د شپږ جریبه ځمکې په اړه بحث وشو او د یو شخص سندونه چې د حج او اوقافو له ریاست سره د یو جومات د ملکیت پرسر دعوا لري، د بررسي لاندې ونیول شول.

د مخکنۍ ۱۵ جریبه تثبیت شوې ځمکې په اړه د خلکو سندونو بررسي شول او له دوکاندارنو سره هم غونډه وشوه او د هغوی سندونه د بررسۍ له پاره واخیستل شول.

په دغې ناسته کې، د سیګۍ دښتې اړوند اشخاصو سره هم بحث وشو او د لا زیاتو معلوماتو له پاره هغوی ته استعلام وویشل شو.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۵ - ۱۱:۳۰
Background image

په کابل ښار کې د خیریه بنسټونو او اتحادیو ۵ دفترونه د غير قانوني فعاليت له امله وتړل شول

 د عدليې وزارت د ټولنو او ټولنيزو بنسټونو رياست نظارتي پلاوي، د روان کال جوزا (غبرګولي) مياشتې په ترڅ کې په کابل ښار کې د ۹ اتحادیو، ۱۰ خیریه بنسټونو او د یوې شورا فعاليتونه نظارت او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۴ - ۱۵:۴۷
Background image

د کاپيسا ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

 د کاپيسا ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته د ذی‌الحجې د میاشتې په ۲۷ مه نېټه، د سه‌شنبې په ورځ، د کاپيسا ولایت د عدليې رئیس مولوي عبدالقدیر عابد په مشرۍ او د یاد ریاست د آمرینو او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۴ - ۱۴:۲۳
Background image

په ننګرهار ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له یو شمېر دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست نظارتي پلاوي د ذی‌الحجې د میاشتې په ۲۴مه نېټه د شنبې په ورځ د دغه ولایت د مرکز، جلال‌آباد ښار په اتمه ناحيه کې د معاملاتو لارښوونې له ۸ دفترونو څخه نظارت. . .

BACK TO NEWS