راستنېدونکو صنعتکارانو او سوداګرو لپاره د امتیازونو او اسانتیاوو د تنظیم طرزالعمل؛ د ځمکې له وړیا وېش څخه د مالیاتو او ګمرکي محصولاتو تر معافیت پورې

barekzai_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۴ - ۱۴:۲۱
.

راستنېدونکو صنعتکارانو او سوداګرو لپاره د امتیازونو او اسانتیاوو د تنظیم طرزالعمل د امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی لخوا له توشېح څخه وروسته د عدلیې وزارت په واسطې په ۱۴۵۸ ګڼه رسمي جریده کې له دوه نورو تقنیني سندونو سره خپور شو.

دا طرزالعمل په یوه مقدمه، ۳ بابونو، ۴ فصلونو او ۲۰ مادو کې تدوین شوی او موخه یې راستنېدونکو افغان صنعتکارانو، سوداګرو او پانګوالو لپاره د لازمو اسانتیاوو او امتیازونو برابرول او له هغوی سره همکاري ده ترڅو له دې لارې افغانستان په یوه صنعتي هېواد تبدیل شي. د دغه طرزالعمل د تطبیق مرجع، راستنېدونکو صنعتکارانو او سوداګرو لپاره د اسانتیاوو د تنظیم هیئت دی چې ریاست یې د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر پر غاړه لري.

په دې طرزالعمل کې د هیئت د دندو او مسؤولیتونو سربېره، راستنېدونکو صنعتکارانو او سوداګرو لپاره اسانتیاوې او امتیازونه په پام کې نیول شوي دي چې هغو ته په وړیا توګه د ځمکو توزیع، د مالیاتو ورکړې او د ګمرکي محصولاتو معافیت او نور موارد په‌کې شامل دي.

د دغه طرزالعمل په څوارلسمه ماده کې یاد شوي امتیازونه او اسانتیاوې بیان شوي دي. د دغې مادې پر بنسټ، د لوړې او منځنۍ کچې صنتعکاران چې په نوې صنعتې برخه کې سرمایه ګذاري کوي، پر نورو امتیازونو سربېره، د کارکوونکو له مالیې پرته له نورو مالیاتو څخه د (۵) کلونو لپاره معاف کېږي.

دغه راز د لوړې، منځنۍ او ټیټې کچې صنتعکاران او سوداګر د ماشین آلاتو او وارداتي وسایلو د ګمرکي محصول له ورکړې څخه معاف کېږي. په دې ماده کې راغلي چې صنعتکارانو او سوداګرو ته له ګمرکي محصول پرته (د افغانستان لاس) د دوه عرادو شخصي موټرو د راوړلو اجازه هم ورکول کېږي.

د دغه طرزالعمل پر بنسټ، د ټیټې کچې صنعتکارانو او سوداګرو له موجودو اموالو څخه ګمرکي محصول او مالیه نه‌اخیستل کېږي. همدا رنګه د صنعتکارانو او سوداګرو بهرنیو مشخصو فني انجنیرانو ته، د هغوی د غوښتنې له مخې او د هیئت له تایید څخه وروسته، دوه کلنه ویزه ورکول کېږي.

د راستنېدونکو صنعتکارانو او سوداګرو لپاره د امتیازونو او اسانتیاوو د تنظیم طرزالعمل پر بنسټ، هغه صنتکاران او سوداګر چې د هیئت د تایید وړ ګرځېدلي وي، د کابل په نوي ښار (ده سبز) او یا د کور او ښار جوړولو وزارت اړوندو په نورو ښارګوټو کې د یوې نمرې ځمکې مستحق پېژندل کېږي.

د دغه طرزالعمل د څوارلسمې مادې په دوهمه او درېیمه ماده کې هیئت مکلف شوی ترڅو د بانکونو له لارې صنعتکارانو او سوداګرو لپاره لازم تسهیلات برابر کړي او امارتي ادارو ته د ورپېژندلو له لارې معدنونو او کرنیزو ځمکو ته د هغوی لاسرسی، تسهیل کړي.

د همدې مادې په څلورمه فقره کې راغلي دي: «د لوړې او منځنۍ کچې هغو صنتعتکارانو اوسوداګرو ته چې د هیئت له‌خوا ورپېژندل شوي دي، د هغوی د غوښتنې او د سرمایه ګذارۍ د کچې پر اساس، په صنعتي ساحو کې د کارخونو د جوړولو لپاره ځمکه په وړیا توګه ورکول کېږي».

له سوداګرو او صنعتکارانو څخه د دغې وېشل شوې ځمکې د زیربنا لګښت په ۱۰ قسطونو کې اخیستل کېږي. دغه راز د یاد طرزالعمل پنځلسمې مادې، صنعتکاران او سوداګر مکلف کړي دي چې د دوو میاشتو په موده کې د توزیع شوې ځمکې آبادي پیل او د ۱۰ میاشتو په موده کې یې بشپړې کړي. په یاده شوې موده کې د نه‌تکمیلیدو په صورت کې، ځمکه مسترده او یا یې د مودې تمدید لپاره، د عالیقدر امیرالمؤمین حفظه الله تعالی له محترم مقام څخه هدایت غوښتل کېږي.

په دې طرزالعمل کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت مکلف شوی دی چې د صنعت د ودې په موخه تولیدي کارخونو لپاره صنعتي ساحې رامنځته کړي. دغه راز یاد وزارت مکلف شوی دی چې د مهاجرینو ښارګوټو ته څېرمه صنتعي ساحې، بازارونه او سوداګریز ځایونه جوړ کړي.