د یوې میاشتې په اوږدو کې د عدلیې وزارت لخوا د ۷۰۴۱ رسمي سندونو د ژباړې تصدیق

barekzai_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۶ - ۹:۴۰
.

 د عدليې وزارت د قانون جوړونې عمومي ریاست د تقنیني سندونو د ژباړې او رسمي سندونو د تصدیق ریاست د روان ۱۴۰۴ ه.ش کال د ثور (غويي) میاشتې په ترڅ کې د ۷۰۴۱  رسمي سندونو ژباړې یې تصدیق کړي دي.
له دغو تصدیق شويو سندونو څخه ۵۵۰۰ سندونه په کابل کې، ۳۶۶ سندونه په بلخ، ۳۰۶ سندونه په کندز، ۲۳۳ سندونه په ننګرهار، ۲۶۹ سندونه په هرات، ۱۵۴ سندونه په خوست او ۲۱۳ نور سندونه په نیمروز، بدخشان، کندهار او پکتيا ولایتونو کې تصدیق شوي دي.
په تصدیق شويو سندونو کې تذکرې، نکاح خط، زېږون کارت، تحصیلي سندونه، د ناروغۍ تصديق، د محکمو وروستۍ پرېکړې او نور سندونو شامل دي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۱۴:۲۴
Background image

په کابل ښار کې د تېرې یوې میاشتې په ترڅ کې د معاملاتو لارښوونې ۱۳ دفترونه د سرغړونو له امله تړل شوي دي

د عدلیې وزارت د انسجام عمومي ریاست د معاملاتو لارښوونې او د عریضه لیکونکو د چارو ریاست د روان کال د ثور (غويي) میاشتې په اوږدو کې د معاملاتو لارښوونې له ۴۱۰ دفترونو څخه نظارت ترسره کړی.. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۱۴:۱۹
Background image

د لغمان ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

 د لغمان د عدلیې ریاست اداري ناسته د ‌ذوالحجې د مياشتې په ۱۶ مه نېټه د سهشنبې په ورځ د یاد ولایت د عدليې رئیس، مولوي عبدالستار حماس په مشرۍ او د دغه ریاست د آمرینو او کارکوونکو په ګډون. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۱۴:۳
Background image

په پروان ولایت کي د معاملاتو لارښوونې ۲ دفترونه وتړل شول

 د پروان ولایت د عدلیې رياست په مشرۍ د کورونو د کرایو د کنټرول ګډې کمېټې په یاد ولایت کې د ذوالحجې د مياشتې په ۱۶مه نېټه د سه شنبې په ورځ د یاد ولایت په  مرکز، چاریکار ښار کې د معاملاتو. . .

BACK TO NEWS