د یونیسف دفتر له مرستیالې سره د عدلیې وزیر لیدنه

waheed
چهارشنبه ۱۴۰۰/۱۲/۱۸ - ۱۷:۱۱

د افغانستان اسلامي امارت د عدلیې وزارت سرپرست شیخ الحدیث مولوي صاحب عبدالحکیم شرعي، د ۱۴۰۰ د کب ۱۷ د سه شنبې په ورځ، په افغانستان کې د یونسیف دفتر له مرستیالې مېرمن الیس او ور سره  مل پلاوي سره په خپل کاري دفتر کې وکتل او خبرې اترې وکړې.
په دې لیدنه کې، د یونسیف د دفتر مرستیالې له تېر حکومت او عدلیې وزارت سره د دې دفتر له همکاریو څخه یادونه وکړه او وویله چې مونږ غواړو له اسلامي امارت او عدلیې وزارت سره خپلو مرستو ته دوام ورکړو او د هغو قوانینو په ساحه کې چې ماشومانو پورې اړوند کېږي، دغه وزارت سره تخنیکي مرسته وکړو. هغې زیاته کړه چې مونږ راغلې یو څو له ماشومانو څخه د ساتنې په برخه کې له اسلامي امارت او عدلیې وزارت سره ریښتنې همکاري ولرو.
د عدلیې وزارت سرپرست، د ښه راغلاست تر څنګ هغوي ته وویل چې د ماشومانو د حقوقو، ښوونې او روزنې په برخه کې مرسته له ماشومانو سره د مرستو له غوره ډول څخه دي. همداراز هغه د ښځو د حقوقو په هکله وویل چې د افغانستان اسلامي امارت د ښځو د حقوقو مخالف نه دی بلکه د شریعت او د اسلام د سپېڅلې دین پر بنسټ د ښځو د حقوقو پلوی دی. هغه زیاته کړه چې په اسلام کې د ښځو په حقوقو ډیر ټینګار شوی دی او اسلام ښځو ته ډیر حقوق ورکړي دي.
د عدلیې وزارت سرپرست، د یونسف دفتر مرستیالې ته د اوسلو په کنفرانس کې د افغانستان د اسلامي امارت د پلاوي د ګډون او د بهرنیو هېوادونو له استازي سره د تر سره شوي ملاقاتونو په هکله معلومات ورکړ او د افغانستان اسلامي امارت له پرمختګونو څخه هم یادونه وکړه.
د عدلیې وزارت سرپرست د دې وزارت په روغتیایي برخه کې د درمل، داکتر او مجهز امبولانس له کموالې څخه هم یادونه وکړه او په دې زمینه کې د مرستې او همکارۍ غوښتنه وکړه.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۴:۱۵
Background image

د عدلیې وزارت څلور تنه مرکزي رئیسان معرفي شوو

 د عدلیې وزارت څلور تنه مرکزي رئیسان چې د یاد وزارت د وړاندیز او د ریاست الوزراء عالي مقام د منظورۍ پر بنسټ تعیین شوي دي، د عدلیې وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي او نورو مسؤو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۴:۳
Background image

په هرات ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۷ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د هرات ولایت د عدلیې رياست نظارتي پلاوي د رجب‌المرجب د مياشتې په ۲۰ مه نېټه د شنبې په ورځ، په هرات ښار کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۷ دفترونو څخه نظارت ترسره کړ او د هغو فعاليتونه یې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۳:۵۲
Background image

په پکتیا ولایت کې له یو شمېر موټر پلورنځيو څخه نظارت ترسره شو

 د پکتیا ولایت د عدليې ریاست نظارتي پلاوي، د رجب‌المرجب د مياشتې په ۲۱مه نېټه د یکشنبې په ورځ، د دغه ولایت په مرکز ګردیز ښار کې له ۱۱ موټر پلورنځیو څخه نظارت ترسره کړ.

مؤظف نظارتي. . .

BACK TO NEWS