د کنړ ولایت عدلیې رئيس د یاد ولایت د اتحادیو او خیریه بنسټونو له مسؤولینو سره وکتل

barekzai_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۹/۲۲ - ۱۱:۳۴
.

د کنړ ولایت د عدلیې رئيس مولوي روح الله روحاني د جمادي‌الثاني د مياشتې په ۸ مه نېټه د سه‌شنبې په ورځ، د یاد ولایت د اتحادیو او خيریه بنسټونو له یو شمېر مسؤولينو سره د یاد رياست په مقر کې وکتل.

په دې کتنه کې د عدلیې رئيس ټینګار وکړ چې د اتحادیو او خيريه بنسټونو مسؤولين دې په خپلو کاري اجراآتو کې له خلکو سره ښه چلند وکړي، پرته له جواز څخه او په غير قانوني توګه فعالیت ونه‌کړي، د عدلیې له رياست سره د خپلو فعاليتونو راپور شريک کړي او خيريه بنسټونه دې له اړمنو کسانو سره مرستې وکړي.

دغه راز په دې کتنه کې د اتحاديو او خيریه بنسټونو مسؤولینو هم خپلې ستونزې او غوښتنې شرېکې کړې چې عدلیې ریاست یې د حل په برخه کې هغوی ته ډاډ ورکړ.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۴ - ۱۴:۱۶
Background image

د عدلیې وزارت ته د اطفالو د اصلاح او تربیې مرکزونو د لېږد رسمي کار پیل شو

 د زندانونو د چارو د تنظیم له ادارې څخه د عدلیې وزارت ته د اطفالو د اصلاح او تربیې مرکزونو (دارالتأدیب) د لېږد مؤظف شوي پلاوي چې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د حکم پر بنسټ. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۱۴:۵۷
Background image

د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو ریاست کارکوونکو لپاره د زده کړه‌ ییزې برنامې پیلېدل

 د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو رياست مرکزي او ولایتي آمرينو لپاره د «مسلکي او اداري زده کړې» تر سرلیک لاندې، شپږ ورځنۍ زده کړه ییزه برنامه د جمادي الأولی د مياشتې په ۱۲مه نېټه د شنبې په. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲ - ۹:۳۳
Background image

د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو ریاست کارکوونکو لپاره د زده کړه‌ ییزې برنامې پای ته رسېدل

 د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو رياست او د ولایتي آمريتونو کارکوونکو لپاره د «مسلکي او اداري زده کړې» تر سرلیک لاندې، شپږ ورځنۍ زده کړه ییزه برنامه چې د عدلیې وزارت د کارکوونکو چارو رياست. . .

BACK TO NEWS