د کنړ ولایت د عدلیې ریاست او د معاملاتو لارښوونې دفترونو یو شمېر مسؤولينو ترمنځ د همغږۍ ناسته جوړېدل

barekzai_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۹/۶ - ۱۴:۱۶
.

د کنړ ولایت عدلیې ریاست په یاد ولایت کې د معاملاتو لارښوونې دفترونو یو شمېر مسؤولينو سره د همغږۍ ناسته د جمادی الأولی د مياشتې په ۲۲ مه نېټه د یکشنبې په ورځ، د عدلیې رياست په مقر کې جوړه شوه.

په دې ناسته کې د عدلیې رئيس مولوي روح الله روحانی په خپلو خبرو کې ټينګار وکړ چې د معاملاتو لارښوونې دفترونو مسؤولينو ته اړينه ده چې له خلکو سره ښه چلند وکړي، خپل فعالیتونه  د اسلامي شریعت په رڼا کې ترسره کړي او په جعلي اسنادو له معاملو څخه ډډه وکړي.

همدارنګه،  په دې ناسته کې د معاملاتو لارښوونې دفترونو مسؤولينو هم په خپلو کاري چارو کې شته ستونزې شرېکې کړې او د حل غوښتونکي یې شول، چې د عدلیې رياست له لورې ورته د حل په برخه کې ډاډ ورکړل شو.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۱ - ۱۲:۳
Background image

د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو رئيس د سمنګان، جوزجان او سرپل ولايتونو له واليانو سره وليدل

 د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو رئيس مولوي جان محمد «محمد طلحه» او ورسره مل پلاوي د هېواد شمالي ولایتونو ته د سفر په لړ کې تېره اوونۍ، جوزجان، سمنګان او سرپل ولایتونو  ته سفر وکړ او له. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۱ - ۱۱:۵۴
Background image

په هرات ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له ۳۶ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 په هرات ولایت کې د کورونو د کرايې د کنټرول ګډې کمېټې د هرات ښار په ۱۴ ناحیه کې په تېرو دوه ورځو کې د معاملاتو لارښوونې له ۳۶ دفترونو څخه نظارت ترسره کړ او د هغو فعاليتونه یې بررسي کړل.. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۱ - ۱۱:۴۶
Background image

په کابل ښار کې د خیریه بنسټونو او اتحادیو د ۴۵ دفترونو له فعالیتونو څخه نظارت ترسره شو

 د عدليې وزارت د ټولنو او ټولنيزو بنسټونو رياست نظارتي پلاوي، د تېرو دوو مياشتو په ترڅ کې په کابل ښار کې د ۲۹ اتحادیو، ۱۷ خیریه بنسټونو، ۱ شورا او ۱ سازمان فعاليتونه نظارت او بررسي کړل.. . .

BACK TO NEWS