د کنړ ولایت د عدليې ریاست ګډ هیئت د دغه ولایت د معاملو د لارښوونو او موټر پلورنځیو څخه لیدنه وکړه

waheed
پنجشنبه ۱۴۰۱/۷/۲۱ - ۱۳:۲۶
..

د کنړ ولایت د عدليې ریاست ګډ هیئت چې په ترکیب کې یې،  د امارت د قضایاو امر، د حقوقي مرستو امر او د دغه ریاست د انسجام مدیر شامل ول، د ربیع الاول میاشتې په ۱۵ نېټه د سه شنبې په ورځ د دغه ولایت د مرکز اسعد اباد ښار د معاملو د لارښوونو او د موټر پلورنځیو له دفترونو څخه لیدنه او څارنه ترسره کړه.

په دغې لیدنه کې، یاد هیئت د معاملو د لارښوونو او د موټر پلورنځیو د دفترونو کارونه په دقت سره وڅیړل او د هغو د فعالیت جوازلیکونه، سټې او د ثبت کتابونه یې بررسي کړل.

...

دغه راز یاد هیئت هغوی ته په کارونو کې د روڼتیا او له سود (ربا) څخه د مخنیوي په اړه توصیه وکړه.

یاد هیئت د عدليې ریاست له لوري په دغه ولایت کې د معاملو د لارښوونو او د موټر پلورنځیو د دفترونو د نظارت او بررسۍ په منظور  تعیین شوی دی.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۱:۴۷
Background image

په کابل ښار کې له یو شمېر دارالوکالو څخه نظارت ترسره شو

 د عدلیې وزارت د مدافع وکیلانو ریاست نظارتي پلاوي د ذوالحجې میاشتې په ۲۴ نېټه د چهارشنبې په ورځ د کابل ښار په څلورمه ناحیه کې د ۹ دارالوکالو فعالیتونه نظارت او بررسي کړل.

د دغه نظارت. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۱:۴۰
Background image

په ننګرهار ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۲ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د ننګرهار ولایت د عدليې ریاست په مشرۍ ګډ نظارتي پلاوي، د ذوالحجې د مياشتې په ۲۸مه نېټه د ‌یکشنبې په ورځ د دغه ولایت په خوږیاڼیو ولسوالۍ کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۲ دفترونو څخه نظارت. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۱:۲۳
Background image

په نیمروز ولایت کې د معاملاتو لارښوونې دوه دفترونه د سرغړونو له امله وتړل شول

 د نیمروز ولایت د عدليې ریاست نظارتي پلاوي د ذوالحجې د مياشتې په ۲۹مه نېټه د ‌دوشنبې په ورځ د دغه ولایت په مرکز، زرنج ښار کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۲ دفترونو څخه نظارت ترسره کړ.

مؤظف. . .

BACK TO NEWS