د کنړ ولایت د خیریه بنسټونو له یو شمېر مسؤلینو سره د یاد ولایت د عدلیې رئیس کتنه

hayat_admin
شنبه ۱۴۰۲/۸/۶ - ۱۰:۳۶
.

د کنړ ولایت د عدلیې رئیس مفتي عبدالستار حماس د ربیع الثاني د میاشتې په ۹ نېټې د سه شنبې په ورځ د یاد ولایت د خیریه بنسټونو له یو شمېر مسؤلینو سره د عدليې ریاست په مقر کې وکتل او خبرې ورسره وکړې.

په دغې ناسته کې د عدلیې رئیس د خیریه بنسټونو له مسؤلینو څخه وغوښتل چې د عدلیې ریاست په همغږۍ خپلې مرستې په دغه ولایت کې مستحقو او بې وزله کسانو ته وویشی. دغه راز نوموړي له هغوی څخه وغوښتل چې د خیریه بنسټونو کړنلارې مطابق چې د عدلیې وزارت له لوري وضع شوې، فعالیت ترسره کړي.

د خیریه بنسټونو مسؤلینو ژمنه وکړه چې د یادې کړنلارې مطابق او د کنړ ولایت د عدلیې ریاست په همغږۍ به خپل فعالیتونه په مخ یوسي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۳/۹/۴ - ۹:۳۹
Background image

د بادغیس ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

د بادغیس ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته، د جمادی الأولی د مياشتې په ۲۱ مه نېټه د ‌شنبې په ورځ د یاد ولایت د عدلیې رئیس مولوي عبدالرازق مرزوقي او د دغه رياست د آمرینو او کارکوونکو په. . .

شنبه ۱۴۰۳/۹/۳ - ۱۳:۴۶
Background image

په جوزجان ولایت کې د څه باندې ۷۶۰ جریبه ځمکې بررسي کېدل

د جوزجان ولایت د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي تخنیکي هیئت ناسته د جمادی الأولی د مياشتې په ۱۸ مه نېټه، د چهارشنبې په ورځ د دغه هیئت د رئیس او غړو په ګډون ترسره شوه.

د تخنیکي هيئت په دې. . .

شنبه ۱۴۰۳/۹/۳ - ۱۱:۳۸
Background image

په جوزجان ولایت کې د معاملاتو لارښوونې دفترونو نظارت کېدل

د جوزجان ولایت د عدلیې رياست نظارتي پلاوي، د جمادی الأولی د مياشتې په ۱۸ مه نېټه د چهارشنبې په ورځ، د جوزجان ولایت مرکز شبرغان ښار اړوند په څلورمه ناحيه کې، د معاملاتو لارښوونې له یو. . .

BACK TO NEWS