د کندز ولایت د ځمکو له غصب څخه د مخنيوي د تخنيکي هئیت ناسته جوړیدل

barekzai_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۵/۱۵ - ۱۳:۵۹
.

د کندز ولايت د ځمکو له غصب څخه د مخنيوي د تخنيکي هئیت ناسته د محرم الحرام د مياشتې په ۲۹ مه نېټه د یکشنبې په ورځ د هئیت د رييس او غړو په شتون کې جوړه شوه.

په دې غونډه کې د دغه ولايت په بېلابېلو سيمو کې د ١٩٣ جريبه ځمکې د غصب په اړه يو شمېر دوسيې بررسي او تر بحث لاندې ونيول شوې او پرېکړه وشوه چې يادې دوسيې دې د وروستنۍ پرېکړې لپاره مرکزي کمېسيون ته ولېږل شي.

همدارنګه یاد هيئت د کندز مرکز اړوند درېمې ناحیې په کوټه ګرد ساحه کې په څلور جريبه ځمکه کې د خپلسرو تصرفاتو مخه ونيوله او پرېکړه یې وکړه، چې د دې سيمې راپور تر بشپړېدو وروسته د وروستنۍ پرېکړې لپاره مرکزي کمېسيون ته ولېږي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۰ - ۱۲:۲۴
Background image

د کابل ښار په نهمه ناحیه کې د عمر ګلستان ښارګوټي په نوم کابو ۱۱ جریبه ځمکه د اختصاصي محکمې د شرعي حکم په اساس امارتي ثابته شوه

 د مرکزي زون د امارتي غصب شویو ځمکو قضیو ته د رسیدګۍ اختصاصي محکمې په کابل ښار کې د عمر ګلستان ښارګوټي په نوم د ۱۰.۹۹۴ جریبه ځمکې د سندونو او مدارکو په بررسۍ سره، پرېکړه وکړه چې یاده. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۱:۵۹
Background image

په هرات ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له ۲۴ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د هرات ولایت د عدلیې رياست نظارتي پلاوي د روژې د مياشتې په ۷مه نېټه د سه‌شنبې په ورځ، په هرات ښار کې د معاملاتو لارښوونې له ۲۴ دفترونو څخه نظارت ترسره کړ او د هغو فعاليتونه یې بررسي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۱:۵۲
Background image

په کندوز ولایت کې ۲ دارالوکالې د یو شمېر غير قانوني فعاليتونو له امله وتړل شول

 په کندوز ولایت کې د شمال ختيځ زون د مدافع وکيلانو آمريت نظارتي پلاوي د روژې د مياشتې په ۷مه نېټه د سه شنبې په ورځ، په کندوز ښار کې له ۵ دارالوکالو څخه نظارت ترسره کړ او د هغو فعالیتونه. . .

BACK TO NEWS