د کندز ولایت تخنیکي هیئت ددغه ولایت د کرنې ریاست د ۱۵۳ جریبه ځمکې موضوع بررسي کړه

hayat_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۱/۹ - ۹:۲۴
.

د کندز ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي تخنیکی هیئت د ۱۴۴۴ هجري قمري کال د روژې میاشت په ۵ نېټه د دوشنبې په ورځ، د  کرنې ریاست د ۱۵۳ جریبه ځمکې او ددغه ولایت د زندانو ریاست د ځمکو موضوع بررسي کړه او له اړوندو متصرفینو او مسوولینو سره یې وکتل.

یاد هیئت، د کرنې ریاست د ۱۵۳ جریبه میکانیزه ځمکې د غصب موضوع چې د مخکني نظام د محکمو په حکم امارتي تثبیت شوې خو د خلکو لخوا د جعلي سندونو په وسیله پلورل شوې بررسي کړه. اوس مهال ۳۰۰ کورونه پرې جوړ شوي او خلک په کې ژوند کوي.

یاد هیئت د موضوع د سندونو او سوابقو له بررسۍ څخه وروسته د یادې ساحې له مشرانو سره وکتل. هغوی وویل چې موږ ساحې غصب کړي نه دي بلکه د شرعي سندونو پر اساس پیرودلي دي. هغوی له تخنیکي هیئت څخه د عدالت د طبیق غوښتونکي شول.

یاد شوي هیئت ددغې ساحې مشرانو ته د عدالت او شریعت له تطبیق څخه ډاډ ورکړ او ویې ویل چې یاده شوې دوسیه به له اجراآتو څخه وروسته د تصمیم نیولو له پاره مرکزي کمېسیون ته واستول شي.

دغه راز تخنیکي هیئت د دغه ولایت د زندانو ریاست ته ولاړ او د هغه له مسوولینو سره یې د کندز ښار په لومړۍ ناحیه کې ددغې ادارې د ځمکې د غصب په اړه خبرې وکړې. د زندان مسوولینو وویل چې ددغې ادارې ټول سندونه او سوابق د وروستیو بدلونونو په ترڅ کې له منځه تللي او خپل سندونه له مرکز څخه غواړي.

تخنیکي هیئت، یو تن چې زندان ته څیرمه ملکیت لري احضار کړ او له نوموړي څخه يې د هغه د ملکیت په اړه معلومات وغوښتل. یاد شوي هیئت د زندان مسوولینو ته د موضوع د هر اړخیزې بررسۍ څخه ډاډ ورکړ.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۱:۴۷
Background image

په کابل ښار کې له یو شمېر دارالوکالو څخه نظارت ترسره شو

 د عدلیې وزارت د مدافع وکیلانو ریاست نظارتي پلاوي د ذوالحجې میاشتې په ۲۴ نېټه د چهارشنبې په ورځ د کابل ښار په څلورمه ناحیه کې د ۹ دارالوکالو فعالیتونه نظارت او بررسي کړل.

د دغه نظارت. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۱:۴۰
Background image

په ننګرهار ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۲ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د ننګرهار ولایت د عدليې ریاست په مشرۍ ګډ نظارتي پلاوي، د ذوالحجې د مياشتې په ۲۸مه نېټه د ‌یکشنبې په ورځ د دغه ولایت په خوږیاڼیو ولسوالۍ کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۲ دفترونو څخه نظارت. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۱:۲۳
Background image

په نیمروز ولایت کې د معاملاتو لارښوونې دوه دفترونه د سرغړونو له امله وتړل شول

 د نیمروز ولایت د عدليې ریاست نظارتي پلاوي د ذوالحجې د مياشتې په ۲۹مه نېټه د ‌دوشنبې په ورځ د دغه ولایت په مرکز، زرنج ښار کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۲ دفترونو څخه نظارت ترسره کړ.

مؤظف. . .

BACK TO NEWS