د کاپیسا ولایت د محبس مسؤلینو، منسوبینو او محبوسینو لپاره د حقوقي پوهاوي ورکولو برنامه جوړول

hakeem_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۸/۲۱ - ۱۴:۳۸

د کاپیسا ولایت د عدلیې ریاست د حقوقي مساعدتونو آمریت د کاپیسا ولایت د محبس مسؤلینو، منسوبینو او محبوسینو لپاره د حقوقي پوهاوي ورکولو برنامه په دغه محبس کې جوړه کړه.

په دغې برنامې د کاپیسا ولایت د محبس له مسؤلینو، منسوبینو او محبوسینو څخه ۵۰ تنو ګډون درلود او د شکمن او تورن د حقوقو،  له لږیدلې تور څخه د پوهیدلو، په پاڼو کې د لیکنې او لاسلیک څخه د ډډې کولو، د اهل خبره واک د ردولو، د څېړنې په نیمګړتیا د اعتراض کولو او د څېړونکي څارنوال او مستنطق د ردولو، د اتهام نامې او د دعوا صورت یو نقل درلودلو، د دفاعیې د ترتیب حق، د مدافع وکیل د نیولو حق او د نورو مواردو په اړه پوهاوی ترلاسه کړل.

د کاپیسا ولایت د محبس منسوبینو د یادې برنامې له جوړونکو څخه مننه او قدرداني څرګنده کړه او په راتلونکي کې هم د دغه راز برنامه جوړیدلو غوښتنه وکړه.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۴:۲۶
Background image

په ننګرهار ولایت کې له یو شمېر دارالترجمو څخه نظارت ترسره شو

 د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست د رسمي اسنادو د ژباړې د تصدیق مدیریت مسؤولینو د ذوالقعدې د میاشتې په ۵نېټه د چهارشنبې په ورځ د دغه ولایت په مرکز، جلال اباد ښار کې له ۸ دارالترجمو څخه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۴:۱۸
Background image

د پکتيکا ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

 د پکتيکا ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته د ذوالقعدې د میاشتې په ۴مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ، د پکتيکا ولایت د عدلیې رئیس مولوي لاهور خان وفادار په مشرۍ او د یاد ریاست د آمرینو او. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۴:۱۰
Background image

په پروان ولایت کي د محصلینود لیلیو له ۱۳ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د پروان ولایت د عدلیې رياست په مشرۍ د کرایو د کنټرول ګډې کمېټې په یاد ولایت کې د ذوالقعدې د مياشتې په ۴مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ د یاد ولایت په  مرکز، چاریکار ښار کې د محصلینود لیلیو له. . .

BACK TO NEWS