د کاپیسا ولایت د تګاب ولسوالۍ له ځینو برخو څخه د یاد ولایت د تخنیکي هیئت لیدنه

hayat_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۳/۲۵ - ۱۲:۵۱
.

د کاپيسا ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي تخنیکي هیئت د ذوالقعدې د میاشتې په ۲۵ نېته د چهارشنبې په ورځ د دغه ولایت تګاب ولسوالۍ ته ولاړ او د یادې ولسوالۍ د پاتي ساحو د بررسي په برخه کې لازم اقدامات ترسره کړل.

دغه هیئت د یادې ولسوالۍ امارتي مسؤلینو په همغږۍ شینکي، عمرخیل، پاینده خیل او غازي خانخیل کلیو ته ولاړ او دغو کلیو کې پاتې ساحې بررسي، تثبیت او استرداد له پاره چمتو کړې.

یاد شوي هیئت، د متصرفو او غاصبو اشخاصو لیست هم جوړ کړ او د دغو ساحو اوسیدونکو ته پوهاوی ورکړ چې د امارتي ساحو له غصب څخه ډډه وکړي. استرداد شوې ساحې هم امارتي مسؤلینو ته وسپارل شوې ترڅو د هغو له بیاځل غصب څخه مخنیوی وشي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۴ - ۱۲:۱۸
Background image

د عدلیې وزیر په خوست کې د اسلامي امارت له سرحدي ځواکونو سره وکتل

 د اسلامي امارت د عدلیې وزیر، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي د شوال د میاشتې په ۳مه نېټه د شنبې په ورځ د دغه ولایت د سرحدي ځواکونو له یو شمېر امنیتي پوستو څخه لیدنه وکړه او په. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۵۶
Background image

د ژباړې د فعالیت د جواز له یو شمېر غوښتونکو څخه ازموینه واخیستل شوه

  د عدليې وزارت د قانون جوړونې عمومي رياست د تقنیني سندونو د ژباړې او د رسمي سندونو د تصدیق رياست د ژباړې د کیفیت لوړولو په موخه د روژې د مياشتې په ۲۳ مه نېټه  پنجشنې په ورځ، د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۴۷
Background image

د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

 د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته د روژې د مياشتې په ۲۳مه نېټه د پنجشنبې په ورځ د یاد ولایت د عدلیې رئیس مولوي محمد رئيس محمدي او د دغه رياست د آمرینو او کارکوونکو په ګډون جوړه. . .

BACK TO NEWS