د کاپیسا ولایت تګاب ولسوالۍ ته د یاد ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي تخنیکي هیئت سفر

hayat_admin
شنبه ۱۴۰۲/۴/۱۷ - ۱۱:۳۸
.

د کاپیسا ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي تخنیکي هیئت د ذوالحجې د میاشتې په ۱۸ نېټه د پنجشنبې په ورځ د یاد ولایت تګاب ولسوالۍ ته ولاړ او دغې ولسوالۍ کې پاتې امارتي ساحې بررسي او تثبیت کړې.

یاد شوي هیئت د تګاب پاینده خیلو، عمرخیلو او غازي خانخیلو کلیو ته ولاړ او دغو کلیو کې پاتې امارتي ساحې بررسي، تشخیص او تثبیت کړې.

دغه راز یاد هیئت د غاصبینو او متصرفینو لړلیک هم چمتو کړ او د ساحو اوسیدونکو ته د ځمکو د غصب د مخنیوي په برخه کې لازمې لارښوونې وکړې.

په همدې توګه یاد هیئت استرداد شوې امارتي ساحې د یادې ولسوالۍ مسؤلینو ته وسپارلې ترڅو له هغو څخه ګټه پورته شي او هم د هغو له غصب څخه مخنیوی وشي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۴:۱۵
Background image

د عدلیې وزارت څلور تنه مرکزي رئیسان معرفي شوو

 د عدلیې وزارت څلور تنه مرکزي رئیسان چې د یاد وزارت د وړاندیز او د ریاست الوزراء عالي مقام د منظورۍ پر بنسټ تعیین شوي دي، د عدلیې وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي او نورو مسؤو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۴:۳
Background image

په هرات ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۷ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د هرات ولایت د عدلیې رياست نظارتي پلاوي د رجب‌المرجب د مياشتې په ۲۰ مه نېټه د شنبې په ورځ، په هرات ښار کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۷ دفترونو څخه نظارت ترسره کړ او د هغو فعاليتونه یې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۳:۵۲
Background image

په پکتیا ولایت کې له یو شمېر موټر پلورنځيو څخه نظارت ترسره شو

 د پکتیا ولایت د عدليې ریاست نظارتي پلاوي، د رجب‌المرجب د مياشتې په ۲۱مه نېټه د یکشنبې په ورځ، د دغه ولایت په مرکز ګردیز ښار کې له ۱۱ موټر پلورنځیو څخه نظارت ترسره کړ.

مؤظف نظارتي. . .

BACK TO NEWS