د کار موندنې خبرتیا

barekzai_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۲/۹ - ۱۱:۵۶
.

Publish Date

Closing Date

د سالمې ادارې د اصلاح او رامنځته کولو په منظور د افغانستان اسلامي امارت د لوړو موخو د تحقق په موخه، کار اهل د کار ته د سپارلو، د ژمن او وړ بشري ځواک د جذب او استخدام لپاره د عدلیې وزارت د اړتیا وړ د قانون جوړونې او علمي ـ حقوقي څېړنو د چارو عمومي ریاست اړوند  پښتو ژباړونکی د ملي تخنیکي حمایوي (ان تي ای) قرار دادي یو بست له ۱۴۰۴/۲/۹ څخه تر۱۴۰۴/۲/۲۰ نېټې پورې چې د ۱۴۴۶/۱۱/۱ تر ۱۴۴۶/۱۱/۱۲ هـ.ق نېټې مطابق د۱۰کاري ورځو لپاره اعلان ته سپاري.

د دندې سرلیک: پښتو ژباړونکی

بست: ملي تخنیکي حمایوي (ان تي ای)

وزارت یا اداره: د عدلیې وزارت

اړونده څانګه: د قانون جوړونې او علمي ـ حقوقي څېړنو د چارو عمومي ریاست

د پست موقعیت:  کابل

د پست شمېر: ۱


د استخدام شرایط:
تحصیلی سویه
او څانګه:
۱. د ادبیاتو، شرعیاتو، حقوقو او اسلامیاتو په یوې څانګه کې لږ تر لږه د ماسټري تحصیلي سند درلودل، په یادو څانګو کې د لوړې درجې تحصیلي سند ته ارجحیت ورکول کېږي.

کاري تجربه:
۱ . په ملي او بین المللي مؤسساتو کې لږ تر لږه درې کاله.
 لازم مهارت
ونه:
۱. د هېواد داخلي (دري او پښتو) ژبو د بشپړ تسلط سربېره، عربي ژبې ته جدي اړتیا ده.

۲. د دندې اړوند کمپیوټري برنامې؛

په شرایطو برابر غوښتونکي کولای شي د اعلان شوي بست د غوښتنلیک فورمه له دغه ځای او یا هم د کارکوونکو د چارو د ریاست د استخدام له آمریت څخه په حضوري ډول  ترلاسه کړي د فورمې له ډکولو څخه وروسته (یو قطعه عکس، د تابعیت تذکره، تحصیلي سندونه او کاري تجربې) سره یوځای  په ټاکل شوي وخت د کارکوونکو د چارو ریاست ته تسلیم کړي.

Related VacanciesShow all

Back to vacancies