د کار موندنې خبرتیا
Publish Date
Closing Date
د افغانستان د اسلامي امارت د لوړو اهدافو د تحقق او د سالمې ادارې د اصلاح رامنځته کولو په موخه، کار اهل کار ته د سپارلو ژمن دی، د افغانستان د اسلامي امارت د عدلیې وزارت د اړتیا وړ او با استعداده افرادو جلب او جذب په موخه یو بست د څلورمې (رتبې (د معلوماتي تکنالوژۍ د وسایلو د عیب موندلو او رغولو متخصص د) ۱۰) کاري ورځو لپاره د ۱۴۴۴/۸/۱۷څخه تر ۲۷/۸/۱۴۴۴هـ.ق مطابق ۱۴۰۱/۱۲/۱۸ تر ۱۴۰۱/۱۲/۲۸هـ.ش پورې اعلانوي.
د دندي سرلیک: |
د عیب موندلو او رغولو متخصص |
بست: |
۴ |
وزارت یا اداره: |
عدلیه |
اړونده برخه: |
مالي او اداري |
د پست موقعیت: |
کابل |
پست شمېر: |
۱ |
راپور ورکول: |
آمرانسجام خدمات تکنالوژی معلوماتی د معلوماتي تکنالوژۍ د خدموتو د انسجام آمر |
راپور اخیستل: |
نه لري |
کد: |
۵۰-۹۰-۱۲-۰۴۶ |
د بیاکتنې نېټه: |
|
د دندې موخه:د عیب درلودونکو معلوماتي تکنالوژۍ د وسایلو د عیب موندل او رغول؛
د دندې صلاحیتونه او مسوولیتونه:
- تخصصې دندې:
- د وزارت په کچه د معلوماتي تکنالوژۍ د وسایلو عیب موندل او رغول؛
- له فعالیت څخه پاتي شويو د معلوماتي تکنالوژۍ د وسایطو معاینه او په اړه یې نظر ورکول چې له وزارت څخه دباندې رغولو ته اړتیا ولري؛
- د نصب شویو Anti-Virus له وضعیت څخه نظارت او ټاکل شویو وختونو کې Update؛
- له کمپیوټرو څخه د ویروس د ستونزې حل او په وخت خدمتونه وړاندې کول؛
- کمپیوټرو کې د Anti-Virus نصب کول؛
- مدیریتي دندې:
- د ادارې ټاکل شویو موخو ته د رسیدلو په منظور له عمومي پلان سره سم د میاشتني، ربعوار او کلني کاري راپور ترتیب؛
- د وزارت د مشرتابه خبرولو په منظور د اړوندو لاسته راوړنو او فعالیتونو څخه میاشتنی، ربعوار او کلنی راپور وړاندې کول؛
- له اړوندو قوانینو، مقررو او د وزارت موخو سره سم د ذیصلاح مقاماتو لخوا د نورو سپارل شویو دندو ترسره کول؛
- د همغږۍ دندې:
- د اړونده برخې د اجراآتو پرمخ وړلو په منظور له آمریت سره همکاري او همغږي؛
د ګمارنې شرطونه (د تحصیل کچه او کاري تجربه):
دغه د دندو لایحه د ملکي خدمتونو د کارکوونکو د قانون له ۷، ۸ او ۳۴ موادو سره سم لږ تر لږه په لاندې شرایطو او معیارونو سره ترتیب شوې:
- تحصیلي څانګه: لږ تر لږه د کمپیوټري انجنیرۍ، کمپیوټر ساینس، معلوماتي تکنالوژې کې د لیسانس په کچه تحصیلي سند درلودل او پورته برخو کې د لوړو درجو درلودونکو ته لومړیتوب ورکول کیږي.
- کاري تجربه: لیسانس درولودونکو له پاره لږ تر لږه یو کلنه کاري تجربه درلودل.
- لازم مهارتونه: په یوې رسمي ژبه تسلط درلودل او په انګلیسي ژبه له (خبرو او لیکلو) سره بلدتیا، د دندې اړوند په کمپیوټري برنامو کې مهارت درلودل.
په شرایطو برابر علاقمندان کولای شي د اعلام شوی بست د غوښتنلیک فورم له دغهځاي څخه ترلاسه کړي، د فورم له ډکولو څخه وروسته د ضرورت وړ سندونه د خپل له کارې تجربې سره په ټاکل شوي وخت د بشري سرچینو ریاست ته وسپاري.