د کار موندنې خبرتیا

hakeem_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۶/۱۴ - ۱۰:۵۹
.

Publish Date

Closing Date

د افغانستان اسلامي امارت لوړو موخو ته د رسیدلو په منظور د عدلیې وزارت د سالمې ادارې رامنځته کولو او اصلاح په موخه، کار اهل د کار ته د سپارلو، او د ژمنو انساني ځواک او د عدليې وزارت د اړتیا وړ د جذب او استخدام  له پاره د جومات امام (درېیم رتبه) یو بست د لس کاري ورځو له پاره ۱۴۰۲/۶/۲۱ تر ۱۴۰۲/۷/۱هـ . ل سره سمون خوري اعلان ته سپاري.

د دندې سرلیک: دجومات امام

بست: (۳)

وزارت یا اداره: عدلیې وزارت

اړونده برخه: د ارشاد دعوت ریاست

دپست موقعیت: کابل

د اصلي معاش ترڅنګ امتیازي معاش هم په پام کې نیول شوی دی

 دګمارنې شرطونه (تحصیل او تجربه):

  • صورت او سیرت یې د اسلامي شریعت مطابق برابر وي.
  • لږ تر لږه د لویې دورې څخه فارغ وي او د لیسانس په کچه د شرعیاتو، تفسیر او حدیث، علوم اسلامي او عربي ژبه، اسلامي ثقافت، فقه او عقاید، اصول دین او اسلامي تعلیماتو سند په لاس ولري.
  • د قرآن حافظ به وي.
  • مجود قاري چې د قرائت له لهجو سره بلدتیا ولري.
  • حسن صوت ولري.
  • د تقریر او بیان قابلیت ولري.
  • قبل الفتح جهادي سابقه ولري (مجاهد به وي).

په شرایطو برابر غوښتونکي کولای شي د اعلان شوي بست غوښتنلیک فورم له دغه ځای او یا هم د بشري سرچینو د ریاست د استخدام آمریت څخه په حضوري ډول  ترلاسه کړي د فورمې له ډکولو څخه وروسته د ضرورت وړ سندونو او خپل کاري تجربې سره یوځای  په ټاکل شوي وخت د بشري سرچینو ریاست ته تسلیم کړي.

Related VacanciesShow all

Back to vacancies