د کار موندنې خبرتیا

hakeem_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۵/۱۶ - ۱۲:۱
.

Publish Date

Closing Date

د افغانستان اسلامي امارت لوړو موخو ته د رسیدلو په منظور د عدلیې وزارت د سالمې ادارې رامنځته کولو او اصلاح په موخه، کار اهل د کار ته د سپارلو، او د ژمنو انساني ځواک او د عدليې وزارت د اړتیا وړ د جذب او استخدام  له پاره د ټولنو او ټولنیزو بنسټونو له فعالیت څخه د نظارت د بورد غړی (څلورم رتبه) یو بست د لس کاري ورځو له پاره ۱۴۰۲/۵/۱۶ تر ۱۴۰۲/۵/۲۶هـ . ل اعلان ته سپاري.

د دندې سرلیک: د ټولنو او ټولنیزو بنسټونو له فعالیت څخه د نظارت د بورد غړی

بست: (۴)

وزارت یا اداره: عدلیې وزارت

د پست موقعیت: کابل

اړونده برخه: د ټولنو او ټولنیزو بنسټونو د چارو ریاست

د بست شمېر: (۱) بست

راپور ورکول: د ټولنو او ټولنیزو بنسټونو له فعالیت څخه د نظارت آمر

د دندې موخه: د اړوندو نافذ شویو اصولو، موخو، پالیسۍ، لایحو، کړنلارو او تقنیني سندونه په مطابقت د ټولنو او ټولنیزو بنسټونو د فعالیتونو له څرنګوالي څخه نظارت او بررسي.

د دندو صلاحیتونو او مسوولیتونه:

تخصصي دندې:

  1. د اړوند ډیټابېس او د ثبت کتباب له مخې په عدليې وزارت کې د ثبت شویو ټولنو او ټولنیزو بنسټونو د شمېر تشخیص او د موقعیت تثبیت.
  2. د نافذ شویو تقنیني سندونو د حکمونو په مطابقت کې د ټولنو او ټولنیزو بنسټونو له فعالیتونو څخه د خبریدلو په منظور د هغو د دفترونو کنترول، بررسي او لیدنه، د فعالیتونو او د هغو لیږد وړ او غیرمنقول شتمنۍ ثبت.
  3. د ټولنو د قانون، مقررې او اساسنامې په مطابقت کې د ټولنو او ټولنیزو بسنټونو د غیر قانوني فعالیتونو د مخنیوي په منظور د فعالیتونو له څرنګوالي څخه نظارت او بررسي.
  4. د اساس نامې او مرام نامې په مطابقت کې د ټولنو او ټولنیزو بنسټونو اړوند شهرت او د ټولو سوابقو سندونو له ثبت څخه نظارت او مدیریت.

مدیریتي دندې:

  1. د ادارې ټاکل شویو موخو ترلاسه کولو له پاره؛ د ادارې له عمومي پلان سره سم د میاشتني، ربعوار او کلني کاري پلان جوړول او ترتیب؛
  2. د ادارې د مشرتابه د خبرولو په غرض د اړوندې برخې د فعالیتونو او لاسته راوړنو د ضرورت په مهال د میاشتني، ربعوار او کلنی راپور  وړاندې کول؛
  3. له قوانینو، مقررو او د ادارې د موخو مطابق د اړوندو مقاماتو له لورې د نورو ورسپارل شویو دندو ترسره کول؛

د همغږۍ دندې:

  1. د ورسپارل شویو چارو پرمخ وړلو په موخه له نورو اړوندو برخو سره همغږۍ او د اړیکو تامین؛

د ګمارنې شرطونه (د تحصیل او کاري تجربې کچه):

دغه لایحه د ملکي خدمتونو د کارکوونکو د قانون د ۷،۸ او ۳۴ موادو پام کې نیولو سره لږ  تر لږه په لاندنیو شرطونو او معیارونو سره ترتیب شوې ده:

تحصیلي څانګه: لږ تر لږه په اسلامیاتو، شرعیاتو، حقوقو، اداره او عامه پالیسي، ټولنیزو علوم، دولتی مدیریت، ارتباطات، د سوداګرۍ اداره، عمومي مدیریت او ادبیات څانګو کې د لیسانس تحصیلي سند درلودل پورته یادو شوو څانګو کې د لوړو درجو درلودونکو ته لومړیتوب ورکول کیږي.

کاري تجربه: د دندې اړوند لږ تر لږه یو کال کاري تجربه درلودل.

لازم مهارتونه:

  1. د هیواد په یوې رسمې ژبې (پښتو یا دري) تسلط او د انګلیسي ژبې (لکیل او تکلم) سره بلدتیا.
  2. د دندې اړوند د کمپیوټري برنامو مهارتونو سره بلدتیا.

په شرایطو برابر غوښتونکي کولای شي د اعلان شوي بست غوښتنلیک فورم او د دندو لایحه له دغه ځای او یا هم د بشري سرچینو د ریاست د استخدام آمریت څخه په حضوري ډول  ترلاسه کړي د فورمې له ډکولو څخه وروسته د ضرورت وړ سندونو او خپل کاري تجربې سره یوځای  په ټاکل شوي وخت د بشري سرچینو ریاست ته تسلیم کړي.

Related VacanciesShow all

Back to vacancies