د کار موندنې خبرتیا

hakeem_admin
شنبه ۱۴۰۲/۴/۲۴ - ۱۰:۲۹
.

Publish Date

Closing Date

د عدلیې وزارت د قانون جوړونې د چارو او د علمي-حقوقي څېړنو لوی ریاست د قانون جوړونې په برخه کې د قوانینو د طرحې پروژې د تقرر په موخه د (NTA) معاش په سیستم سره په لاندنیو شرایطو یو شمېر قراردادي کارکوونکو ته اړتیا لري.

۱. د حدیثو له دورې څخه د فراغت سند درلودل؛

۲. په فقه، تفسیر او حدیث کې مهارت؛

۳. له عربي ژبې سره بشپړه بلدتیا؛

۴. د حدیث دورې یا د موقوف علیه درجې د تدریس مهارت؛

۵. په مسائلو او افتاء کې د تخریج عملي مهارت؛

په شرایطو برابر غوښتونکي کولای شي د غوښتنلیک فورم له (دغه ځایاو یا هم د بشري سرچینو د ریاست د استخدام آمریت څخه په حضوري ډول  ترلاسه کړي د فورمې له ډکولو څخه وروسته د ضرورت وړ سندونو او خپل کاري تجربې سره یوځای له۱۴۰۲/۴/۲۴ تر۱۴۰۲/۵/۴ نېټې د بشري سرچینو ریاست ته تسلیم کړي.

Related VacanciesShow all

Back to vacancies