د کار موندنې خبرتیا

hakeem_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۳/۱۴ - ۸:۵۲
.

Publish Date

Closing Date

د افغانستان اسلامي امارت لوړو موخو ته د رسیدلو په منظور د عدلیې وزارت د سالمې ادارې رامنځته کولو او اصلاح په موخه، کار اهل د کار ته د سپارلو، او د ژمنو انساني ځواک او د عدليې وزارت د اړتیا وړ د جذب او استخدام  له پاره مستري (اووم رتبه) یو بست د (۱۵) ورځو له پاره ۱۴۰۲/۳/۱۱ تر ۱۴۰۲/۳/۲۸هـ . ل چې ۱۴۴۴/۱۱/۱۲الی۱۴۴۴/۱۱/۲۹هـ . ق  سره سمون خوري اعلان ته سپاري.

د دندې سرلیک: مستري

بست: (۷)

وزارت یا اداره: عدلیې وزارت

د دندې موخه: د وزارت د وسایطو د رغوولو چارې ترسره کوول او د وسایطو فعال ساتل.

معاش: (۳۲۰۰۰) افغانۍ 

د دندو صلاحیتونو او مسوولیتونه:

  • تخصصي دندې:
  1. ترمیماتي ورکشاپ ته د راجع شویو وسایلو د عوارضو تفکیک او تشخیص
  2. د وسایطو د تخنیکي ستونوز د حل په غرض د ترمیماتو چارو د اړتیاو د وړاندیز طرحه
  3. د وسایطو د فعالیت په لړ کې د نویو او د کارو وړ پرزو څخه ډاډ ترلاسه کول
  4. په ټاکل شوي وخت د وسایطو د ترمیماتي چارو ترسره کول
  5. د هغو وسایطو ثبیت او تشخیص چې د روغنې چارې یې په فني لحاظ غیر اقتصادي وي
  6. د ترمیماتو پر وخت له وسایلو څخه په سالم او معقول ډول کار اخیستل
  • مدیریتي دندې:
  1. د اړوندې برخې د تخنیکي تجهیزاتو او وسایلو څخه ساتنه؛
  2. د اړوندو آمرینو خبرولو په منظور، د اړوندو فعالیتونو څخه شفاهي راپور وړاندې کول؛
  3. د اړوندو آمرینو د لارښوونو، قوانینو او مقررو تاو د وزارت له  موخو سره سم د نورو دندو ترسره کول؛
  • د همغږۍ دندۍ:
  1. د وسایطو د ترمیماتي چارو د تخنیکي وسایلو او تجهیزاتو سپارل؛
  2. د وسایطو د نویو پرزو څخه کار اخیستل او  داغمه جات اړوندې ډیپو ته سپارل

داستخدام شرایط (د تحصیل کچه  او کاري تجربه):

دغه دندو لایحه د ملکي خدماتي کارکوونکو د قانون د ۷ او ۸ موادو لږ تر لږه شرایط او معیارونه په پام کې نیولو سره په لاندې توګه ترتیب شوې ده:

  1. تحصیلي څانګه: له فني او حرفوي مرکزونو څخه د فراغت سند یاد مهارت او تجربې درلودل؛
  2. له فن او حرفې سره سم د دندو ترسره کولو وړتیا درلودل.
  3. (دري او  پښتو) پر یوې ژبه تسلط درلودل.

په شرایطو برابر غوښتونکي کولای شي د اعلان شوي بست غوښتنلیک فورم له دغه ځای او یا هم د بشري سرچینو د ریاست د استخدام آمریت څخه په حضوري ډول  ترلاسه کړي د فورمې له ډکولو څخه وروسته د ضرورت وړ سندونو او خپل کاري تجربې سره یوځای  په ټاکل شوي وخت د بشري سرچینو ریاست ته تسلیم کړي.

Related VacanciesShow all

Back to vacancies