د کارموندې خبرتیا
Publish Date
Closing Date
د افغانستان اسلامي امارت لوړو موخو ته د رسیدلو په منظور د سالمې ادارې رامنځته کولو او اصلاح په موخه، کار اهل د کار ته د سپارلو، او د عدليې وزارت د اړتیا وړ ژمن انساني ځواک د جذب او استخدام له پاره د خپل د مالي او اداري ریاست د خدمتونو وړاندې کولو او د شبکې د انسجام متخصص (څلورم رتبه) یو بست له ۱۴۴۶/۱/۲۱ تر۱۴۴۶/۲/۱هـ.ق چې ۱۴۰۳/۵/۶ تر ۱۴۰۳/۵/۱۶هـ.ش سره سمون خوري د لسو کاري ورځو لپاره اعلان ته سپاري.
د دندې سرلیک: د خدمتونو وړاندې کولو او د شبکې د انسجام متخصص
بست: (۴)
وزارت یا اداره: د عدلیې وزارت
اړونده برخه: مالي او اداري ریاست
موقعیت: کابل
د بست شمېر: (۱) بست
راپور ورکول: د تکنالوژي او معلوماتي خدمتونو د انسجام آمر
د دندې موخه: د شبکې او خدمتونو وړاندې کولو اړوندو چارو همغږي او نسجام او کار اخیستونکو لپاره د شبکې خدمتونو وړاندې کولو په موخه په هغو کې د تنظیماتو اعمال.
دندې او مسوولیتونه:
اساسي دندې:
- د شبکې کلي وضعیت بررسي او د شبکې له لارې مرکز سره د کار اخیستونکو نښلولو لپاره مناسبې لارې چارې رامنځته کول؛
- د انترنت د اصلي اتصال او له شبکې سره د باند د ارتوالي اندازې او دغه راز له مرکزي دستګاه PABX سره د اتصال د وضیعت بررسي؛
- د سرویس ورکولو په کمپیوټرو کې د لازمه سرویسونو په لار اچول او تنظیم او له هغو څخه ساتنه او د هغو تنظیم؛
- د شبکو له سرچینو څخه د کارمندانو استفادې لپاره د ستندرد مکانیزم رامنځته کول او د هغو کنترول؛
- د سرویس ورکولو خونې مدیریت او په ستندرد بڼه د اړوندو دستګاو تنظیم کول؛
- له اړوندو پالیسیو سره سم د Firewall، Routers، Switches ساتنه او تنظیم؛
مدیریتي دندې:
- د ادارې ټاکل شویو موخو ترلاسه کولو له پاره؛ د ادارې له عمومي پلان سره سم د میاشتني، ربعوار او کلني کاري پلان جوړول او ترتیب؛
- د وزارت د مشرتابه د خبرولو په منظور د اړوندې برخې د فعالیتونو او لاسته راوړنو د میاشتني، ربعوار او کلنی او د اړتیا پر مهال د راپور وړاندې کول؛
- له قوانینو، مقررو او د ادارې د موخو مطابق د اړوندو مقاماتو له لورې د نورو ورسپارل شویو دندو ترسره کول؛
د همغږۍ دندې:
- اجراآتو پرمخ وړلو په منظور له آمریت سره همکاري او همغږي؛
د استخدام شرطونه (د تحصیل کچه او کاري تجربه):
د استخدام شرطونه:
- د افغانستان تابعیت ولري.
- عمر یې له (۱۸) کالو کم او له (۶۴) زیات نه وي.
تحصیلي سویه:
لږ تر لږه: د کمپیوټر په انجینري، کمپیوټرساینس او معلوماتي تکنالوژۍ په یوې برخه کې د لیسانس سند درلودل چې د لوړو زده کړو وزارت لخوا تائید شوي اوسي.
کاري تجربه:
- لږ تر لږه یو کال کاري تجربه.
لازم مهارتونه:
- د اړوند برخې د پالیسۍ د پلي کولو وړتیا درلودل؛
- د هېواد په یوې رسمې ژبه (پښتو یا دري) تسلط او د انګلیسي ژبې سره بلدتیا.
- د دندې اړوندو برنامو کې له کمپیوټري مهارتونو سره بلدتیا.
په شرایطو برابر غوښتونکي کولای شي د اعلان شوي بست غوښتنلیک فورم له (دغه ځای) او یا هم د بشري سرچینو د ریاست د استخدام آمریت څخه په حضوري ډول ترلاسه کړي او په دقیق ډول د فورمې له ډکولو څخه وروسته د ضرورت وړ سندونو او خپل کاري تجربې سره یوځای په ټاکل شوي وخت د بشري سرچینو ریاست ته تسلیم کړي.