د کارموندنې خبرتیا

barekzai_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۵ - ۱۱:۴۳
.

Publish Date

Closing Date

د افغانستان اسلامي امارت د لوړو موخو د تحقق، د اصلاحاتو د راوستلو او د سالمې ادارې د رامنځته کولو، اهل کار ته د کار د سپارلو، د ژمنو او اغېزمنو بشري ځواکونو د جذب او استخدام په موخه د افغانستان اسلامي امارت د عدلیې وزارت د خپرونو او عامه اړیکو ریاست د عامه اړیکو آمریت اړوند (د ګزارشګر او خبریال) پنځمې رتبې (یو) بست له ۱۴۴۸/۳/۲۲ څخه تر ۱۴۴۸/۴/۲ هـ.ق نېټې پورې چې د ۱۴۰۵/۶/۱۴ تر ۱۴۰۵/۶/۲۴ هـ.ش نېټې سره سمون خوري د (۱۰) کاري ورځو لپاره اعلان ته سپاري.

د دندې سرلیک: ګزارشګر او خبریال      

بست: (۵)

وزارت یا اداره: د عدلیې وزارت

اړونده څانګه: د خپرونو او عامه اړیکو ریاست

راپور وړاندې کول: د عامه اړیکو آمر ته

د بست موقعیت:  کابل

د بست شمېر: (۱)

د دندې موخه: د اصولو، موخو، پالیسۍ، لایحو، طرزالعملونو او اړوندو نافذو تقنیني اسنادو  سره سم د عدلیې وزارت د فعالیتونو د انعکاس په منظور د خبرونو او راپورونو چمتو کول.

صلاحیت او وظیفوي مسئولیتونه:

تخصصي دندې:

  • د عدلیې وزارت د مقاماتو د غونډو او کتنو د بهیر په هکله د خبرونو او راپورونو چمتو کول؛
  • د عدلیې وزارت په بېلابېلو برخو کې د کنفرانسونو، سيمينارونو، ورکشاپونو او نورو پېښو په هکله د خبرونو او راپورونو چمتو کول؛
  • د وزارت د فعالیتونو په اړه د خبرونو او راپورونو چمتو کول او د تصحیح او ژباړې په موخه اړوندو برخو ته د هغو سپارل؛
  • د عدلیې وزارت په وېب‌پاڼه کې د خپرولو لپاره اړوندې برخې ته د چمتو شویو خبرونو او راپورونو وړاندې کول؛
  • د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د استرداد کمېسیون د فعالیتونو په هکله د خبرونو او راپورونو چمتو کول؛
  • په ولایتونو کې د عدلیې ریاستونو او د تخنیکي هیئت د سکرتریت (د غصب شویو ځمکو تشخیص او تثبیت) د فعالیتونو په هکله د خبرونو او راپورونو چمتو کول.

مدیریتي دندې:

  • د ټاکل شویو موخو د ترلاسه کولو لپاره له عمومي پلان سره سم د میاشتني، ربعوار او کلني کاري پلان ترتیب کول؛
  • د ذیصلاح مقاماتو د خبرولو په موخه د اړوندې برخې د فعالیتونو او لاسته راوړنو د میاشتني، ربعوار، کلني او د عندالضرورت راپور وړاندې کول؛
  • د تقنیني سندونو، لایحو، پالیسۍ او د وزارت د موخو مطابق د ذیصلاح مقاماتو لخوا د نورو ورسپارل شویو دندو ترسره کول؛

د همغږۍ دندې:

 د سپارل شویو چارو د ښه پرمخ وړلو په موخه له نورو اړوندو څانګو سره د همغږۍ او د اړیکو تامینول.

د استخدام شرایط:

  • د افغانستان تابعیت ولري.
  • عمر یې له (۱۸) کلونو کم او له (۶۴) کلونو زیات نه‌وي.

تحصیلي سویه:

  • لږ تر لږه د اسلامیاتو، شرعیاتو، حقوقو، ادبیاتو او ژورنالیزم په یوې څانګه کې د لیسانس سند درلودل په یادو شویو څانګو لوړې تحصیلي درجې ته ارجحیت ورکول کېږي.

کاري تجربه:

  • اړتیا نه لري

لازم مهارتونه:

  • د هېواد په یوې رسمي ژبه (پښتو یا دري) تسلط.
  • د دندې اړوند په کمپیوټري برنامو کې مهارتونه لرل.

په شرایطو برابر غوښتونکي کولای شي د اعلان شوي بست د غوښتنلیک فورمه له دغه ځای څخه او یا هم د کارکوونکو د چارو د ریاست د استخدام له آمریت څخه په حضوري ډول ترلاسه کړي د فورمې له ډکولو څخه وروسته (یو قطعه عکس، د تابعیت تذکره او د کاري تجربه اسنادو) سره یوځای  په ټاکل شوي وخت د کارکوونکو د چارو ریاست ته تسلیم کړي.

Related VacanciesShow all

Back to vacancies