د کارموندنې خبرتیا

barekzai_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۵ - ۱۱:۶
.

Publish Date

Closing Date

د افغانستان اسلامي امارت د لوړو موخو د تحقق، د اصلاحاتو د راوستلو او د سالمې ادارې د رامنځته کولو، اهل کار ته د کار د سپارلو، د ژمنو او اغېزمنو بشري ځواکونو د جذب او استخدام په موخه د افغانستان اسلامي امارت د عدلیې وزارت د کارکوونکو د چارو ریاست د زده‌کړو او ظرفیت لوړولو آمریت اړوند (د ادارې او مدیریت ښوونکی) درېیمې رتبې (یو) بست له۱۴۴۸/۳/۲۲ څخه تر۱۴۴۸/۴/۲ هـ.ق نېټې پورې چې د ۱۴۰۵/۶/۱۴ تر ۱۴۰۵/۶/۲۴ هـ.ش نېټې سره سمون خوري د (۱۰) کاري ورځو لپاره اعلان ته سپاري.

د دندې سرلیک: د ادارې او مدیریت ښوونکی      

بست: (۳)

وزارت یا اداره: د عدلیې وزارت

اړونده څانګه: د کارکوونکو د چارو ریاست

راپور وړاندې کول: د زده‌کړو او ظرفیت لوړولو آمر ته

د بست موقعیت:  کابل

د بست شمېر: (۱)

د دندې موخه: د وزارت د کارکوونکو د کاري مهارتونو د لوړولو په موخه د اداري او مدیریتي زده‌کړیزو برنامو تدوین او وړاندې کول.

اساسي دندې

  • د مرکزي او ولایتي ریاستونو د اړتیاسنجۍ د موندنو او د ادارې د لزوم‌دید په اساس د زده‌کړه‌ییز پلان ترتیبول؛
  • د اړوند آمریت په همغږۍ د معیاري زده‌کړه‌ییزو موادو ترتیب او تدوین؛ د وزارت د مرکزي او ولایتي کارکوونکو د پوهې کچې او کاري مهارتونو د لوړولو په موخه د زده‌کړه‌ییزو برنامو جوړول او وړاندې کول؛
  • له زده‌کړه‌ییزو برنامو څخه د اغیزمنې زده کړې په غرض د زده‌کړو د عصري او اغیزناکو لارو چارو کارول او پلي کول؛
  • څېړنیزو مرکزونو، کتابتونونو او نورو علمي او اکاډمیکو بنسټونو ته په مراجعې سره د ښوونیزو موادو پراختیا، بډایه کول او نوي کول؛
  • د کارکوونکو د زده‌کړه‌ییزو اړتیاوو د تشخیص او لومړیتوب ورکولو په موخه له اړوندې برخې سره د زده‌کړه‌ییزې اړتیاسنجۍ په پروسه کې همکاري او ونډه اخیستل؛
  • د اړوندې برخې په کاري غونډو کې ګډون او د وزارت د کارکوونکو د ظرفیت د لوړولو او د زده‌کړو د معیاري کولو په موخه د ګټورو نظریاتو او مشورو وړاندې کول.

مدیریتي دندې:

  • د ټاکل شویو موخو د ترلاسه کولو لپاره د اړوند آمریت له پلان سره سم د میاشتني، ربعوار او کلني کاري پلان چمتو کول او ترتیب کول؛
  • د اړوندې برخې د فعالیتونو او لاسته راوړنو د میاشتني، ربعوار، کلني او د عندالضرورت راپور وړاندې کول؛
  • د قوانینو، اصولو، پالیسۍ او د اړوندې برخې د موخو مطابق د دندې اړوند د نورو ورسپارل شویو دندو ترسره کول؛

د همغږۍ دندې:

  •  د سپارل شویو چارو د ښه پرمخ وړلو په موخه له نورو اړوندو ادارو او څانګو سره د همغږۍ او د اړیکو تامینول.

د استخدام شرایط:

  • د افغانستان تابعیت ولري. عمر یې له (۱۸) کلونو کم او له (۶۴) کلونو زیات نه‌وي.

تحصیلي سویه:

  • لږ تر لږه د شرعیاتو، حقوقو، اداره او عامه پالیسۍ، ټولنیز علوم، عمومي مدیریت، اداره او سوداګري، اقتصاد په یوې څانګه کې او یا په دې معادل د هېواد له داخل یا بهر څخه د دیني مدرسو د لیسانس سند درلودل چې د لوړو زده کړو وزارت لخوا تأیید شوي اوسي.

کاري تجربه:

  • لږ تر لږه یو کال

لازم مهارتونه:

  • د اړوندې برخې د لارښوونې او کنټرول وړتیا.
  • د اړوندې برخې د پالیسۍ د تطبیق وړتیا.
  • د هېواد په یوې رسمي ژبه (پښتو یا دري) تسلط. د دندې اړوند په کمپیوټري برنامو کې مهارتونه لرل.

په شرایطو برابر غوښتونکي کولای شي د اعلان شوي بست د غوښتنلیک فورمه له دغه ځای څخه او یا هم د کارکوونکو د چارو د ریاست د استخدام له آمریت څخه په حضوري ډول ترلاسه کړي د فورمې له ډکولو څخه وروسته (یو قطعه عکس، د تابعیت تذکره او کاري تجربه اسنادو) سره یوځای  په ټاکل شوي وخت د کارکوونکو د چارو ریاست ته تسلیم کړي.

Related VacanciesShow all

Back to vacancies